د لاسرسي لېنکونه

د پروان ولایت د غوربند دره کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د پروان د نظم عامې پولیسو قوماندان هارون مبارز نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه د غوربند په دره کې د دوی د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

د ښاغلي د مبارز په خبره په دغه نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دقیقې شمېرې په اړه یې څه نه ویل.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG