د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

افغان کرکټ بورډ د کرکټ اسیايي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ


د افغانستان کرکټ بورډ د "ACC" یا کرکټ اسیايي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ اسیایي شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کول، د دغه هېواد د کرکټ په تاریخ کې ستر پرمختګ دی.

د افغانستان کرکټ بورډ رئیس نسیم‌الله دانش د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له ډېر وخت راهیسې هلې ځلې پیل کړې وې.

نوموړی وايي چې د "ACC" یا کرکټ اسیايي شورا بشپړ غړیتوب د افغانستان د کرکټ بقا او په راتلونکي کې د ډېرو سیالیو لرلو لپاره یو ښه پرمختګ دی.

دانش: افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له ډېر وخت راهیسې هلې ځلې پیل کړې وې.
دانش: افغان کرکټ بورډ د دې غړیتوب ترلاسه کولو لپاره له ډېر وخت راهیسې هلې ځلې پیل کړې وې.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"په ACC _ agm کې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره لومړی زیری دا و چې موږ بشپړ غړیتوب واخیست، زموږ سره یوځای عمان او سعودي ته هم د دغې شورا بشپړ غړیتوب ورکول شو، پخوا موږ د کرکټ اسیایي شورا بشپړ غړي نه‌وو او دا یوه لویه لاسته راوړنه ده."

د ښاغلي دانش په وینا د کرکټ اسیایي شورا په وروستۍ غونډه کې د افغانستان تر څنګ عمان او سعودي عربستان هم دا امتیاز ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د دې تر څنګ ورسره ژمنه شوې چې د دغه هېواد کرکټ بورډ مشر راتلونکی کال د اسیايي شورا مرستیال او د بورډ غړی ټاکل کېږي.

"ACC" یا د کرکټ اسیايي شورا په لومړي ځل په ۱۹۸۳میلادي کال کې جوړه شوه چې ۲۴ اسیايي هېوادونه‌یې غړیتوب لري.

د دې شورا غړي د روانې اوونۍ په پیل کې د ځینو پرېکړو او په سریلانکا کې د لسو کلونو لپاره د مرکزي دفتر د بیا پرانیستلو لپاره په هغه هېواد کې سره راټول شول.

کرکټ لوبغاړي
کرکټ لوبغاړي

دا شورا د کرکټ نړیوالې شورا څخه وروسته د کرکټ په برخه کې یوه فعاله شورا ګڼل کېږي چې په اسیایي هېوادونو کې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره کار کوي.

په ورته وخت کې د سپورټ برخې شنونکی ذبیح‌الله شهزاد په "ACC" کې د افغانستان کرکټ بورډ غړیتوب یوه تاریخي لاسته راوړنه بولي.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه:

"ریښتیا هم کرکټ په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی او د کرکټ اسیايي شورا کې بشپړ غړیتوب موږ ته یوه هیله راکوي چې انشاالله د کرکټ نړیوالې شورا غړیتوب هم تر لاسه کړو."

د کرکټ بورډ غونډه
د کرکټ بورډ غونډه

د افغانستان کرکټ بورډ داسې وخت دا غړیتوب ترلاسه کوي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې په خپلو پرله‌پسې بریاو د ډېرو هېوادونو پاملرنه ځانته راړولې ده.

د پاکستان د پنجاب صوبې د سپورټ کمېټې مشر رشید بګټي څه موده مخکې ازادي راډیو سره په یوې مرکه کې ویلي و، که د افغانستان کرکټ ملي لوبډله دا شان ولوبېږي لکه څنګه چې په وروستیو شل اوریزه لوبو کې ولوبېده نو دا د ټولو لپاره یو ستر خطر جوړېدلای شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG