د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د امنیت شورا طرزالعمل


د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، افغان حکومت د خبریالانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب کړنلاره تصویب کړې او په پوره چمتووالي سره به‌یې پلې کړي.

یاده شورا وايي چې دغه کړنلاره له هر ډول ګواښونو څخه د خبریالانو د خوندیتوب په هدف تصویب شوې او پلي کولو ته‌یې پوره چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل دا طرزالعمل چې د ټولو قوانینو په رڼا کې د حکومتي ادارو او د خبریالانو د مدافع ډلو له‌خوا جوړ شوی، د ولسمشر په مشرۍ د امنیت شورا له‌خوا تصویب شو.

تواب غورځنګ
تواب غورځنګ

هغه زیاته کړه:

"د رسنیو د خوندیتوب او امنیت د تأمین طرزالعمل تېره ورځ د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا په عالي مجلس کې تصویب شو، د دغه طرزالعمل هدف دا دی چې د رسنیو او د هغوی د کارکوونکو یعنې ژورنالېستانو امنیت له ټولو ګواښونو مصون شي، د دغه طرزالعمل تطبیق ته د افغانستان دولت پوره چمتووالی لري."

ښاغلي غورځنګ وویل د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د خبریالانو خوندیتوب د کړنلارې ترتیب کوونکي وستایل شول او ډېر ژر به‌یې د مخکتنې غونډه هم جوړه شي.

د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب کړنلاره داسې وخت تصویب شوې چې ۲۰۱۶ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

د خبریالانو ځینې مدافع ډلې وايي، که څه هم دا کړنلاره ډېره جامع ده، خو که پلي کولو ته‌یې جدي تدابیر ونه‌نیول شي بې ګټې به وي.

د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رئیس نجیب شریفي ازادي راډیو ته وویل حکومت باید په ټول جدیت دا طرزالعمل تطبیق کړي او که داسې ونه‌کړي د خبریالانو په وړاندې به تاوتریخوالی خپل اوج ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه:

"د دې لپاره چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لس خبریالان وژل شوي دي، یاد کال د خبریالانو لپاره د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو خونړی کال دی، دا چې کال لا نه‌دی ختم او لس خبریالان وژل شوي، موږ ډېره اندېښنه لرو، که دا طرزالعمل تطبیق نه‌شي ممکن ډېر زیات تلفات ولرو."

ښاغلي شریفي وویل تصویب شوې کړنلاره ډېره جامع ده او دوی به هڅه کوي چې د خبریالانو د مدافعینو په توګه‌یې د پلي کولو لپاره خپل غږ اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موتړ یوه انتحاري حمله کې د دغه ټلوېزیون ۷ تنه کارکوونکي ووژل شول او ۲۰ تنه نور زخمیان شول.​

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG