د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د خوست مدني فعالان: ځوانان د سولې او امن ټینګښت کې مهم رول لري


د خوست مدني فعالان او د سولې شورا غړي د سولې او امنیت په ټېنګښت کې د ځوانانو ونډه ټاکوونکې او مهمه بولي.

دوی زیاتوي، ځوانان تر نورو قشرونو ډېر د جګړو قرباني دي او یو شمېر ځوانان اړ کېږي چې د فقر او نا امنیو له کبله د مهاجرتونو په ګډون په نورو ناخوالو او ستونزو کې را ایسار شي.

دوی یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې په هغه یو ورځني کنفرانس کې وکړې چې په سوله او امنیت کې د ځوانانو د رول تر سرلیک لاندې د ځوانانو د امریت په بلنه جوړ شوی وو.

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل مبارزمحمد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، په دې کنفرانس کې ځوانانو پرېکړه وکړه چې دوی به د پخوا په شان په سوله او امنیت کې رول لوبوي او د هغو کړنو پر ضد به پریکنده مبارزه کوي چې د ناامنیو او نورو ټولنیزو ناخوالو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل مبارزمحمد ځدراڼ
د خوست ولایت مقام مطبوعاتي مسؤل مبارزمحمد ځدراڼ

مبارزمحمد ځدراڼ زیاته کړه:

"موږ هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی وو، ځوانانو ته مو د یووالي همدارنګه د جنګ او جګړو او تعصباتو پر وړاندې د یو غږ مبارزې پیغام ورکړ او دوی هم ژمنه وکړه چې ان شاالله له نن وروسته به ځوانان لکه څرنګه چې مخکې يې په سوله او امنیت کې رول لوبولی په همدې توګه به د ناوړو کړنو پر ضد مبارزه کوي کوم چې د هېواد یا د خوست په کچه ناامنۍ ته زمینه برابروي."

د سولې شورا د کمېټې د دارالانشا رئيس خوشال حسن وايي، ځوانان د جنګونو قرباني دي او تر نورو قشرونو د سولې په تامینولو کې ښه ونډه ترسره کولای شي:

"ځوانان چون په انقلابونو کې د دې اوږدو جګړو تل قرباني شوي دي، نو په سوله کې هم دوی تر ټولو زیات رول لوبولی شي، زموږ پیشنهاد او غوښتنه له دوی داده چې خپل ذهني او جسمي طاقت دا ټول دوی په سوله کې ولوبوي."

د سولې او امنیت په ټېنګښت کې د ځوانانو د رول تر سرلیک لاندې کنفرانس کې یو شمېر نجونو او ښځو هم برخه اخیستې وه.

د ځوانانو د پارلمان غړې شمیم څانګې وویل چې د نارینه وو په شان ښځې او نجونې هم د سولې او امنیت په ټېنګولو کې ښه رول لوبولای شي:

د ځوانانو د پارلمان غړې شمیم څانګې
د ځوانانو د پارلمان غړې شمیم څانګې

"د سولې او امنیت په ټېنګولو کې خویندې مثبت رول لوبولای شي، ځکه همدا خویندې دي چې په کورونو کې د وروڼو خدمت کوي، یوه خور اول ځوانه وي، بیا وروسته ودیږي او مور شي او بیا خپل اولادونه روزي، زما په نظر سل فیصده خویندې په امنیت کې رول لري او کولای شي سوله راولي."

د خلیل جان ګربزوال په نوم یو تن مدني فعال وايي چې د ځوانانو په همکارۍ د دوی په ولسوالۍ کې امن شته او خلک د دې امن په ارزښت پوهېږي.

دی زیاتوي ځوانان به په یاده ولسوالي کې شته امن وساتي او د ناامنیو د جوړولو اجازه به ورنه کړي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمدامین شاه الفت وايي چې د جګړو تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي، فقر پر دوی ډېر اغېز کوي، ځوانان د بیکارۍ او محتاجۍ له کبله مسافرتونو ته مجبورېږي، نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت پتیلې چې د ټول هېواد په کچه په سوله او امنیت کې د ځوانانو د رول په اړه دا ډول کنفرانسونه جوړ کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG