د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

له ۴ کاله ځنډ وروسته د کونړ شلتن کې د پولیو ضد واکسین پیل شو


د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې له څلورو کالو وروسته د واکسین کار کوونکو ته اجازه ورکړل شوه چې له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

په کونړ کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر احسان‌الله فضلي وايي، په تېر کمپاین کې د شلتن په نوم هغې سیمې ته رسېدلي چې په تېرو څلورو کلنو کې وسله‎والو مخالفینو دوی ته اجازه نه‎ورکوله چې کوچنیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي او د واکسین نه‌رسېدو په وجه هلته څلور ماشومان د ګوزڼ په لاعلاجه ناروغۍ اخته شوي وو.

فضلي وايي، دغه پرمختګ‌يې په یاده دره کې د قومي جرګو په وسیله د ترسره کړي کمپاین په وسیله ترلاسه کړی او په برکت‌يې ۴۵ سلنه ماشومانو ته واکسین رسولی.

هغه وايي:

"دغې درې ته موږ ځانګړی کمپاین کړی، خو ۴۵ سلنه ماشومانو ته لاسرسی شوی او نور پاتې شوي دي."

د عامې روغتیا رئیس وايي، د شلتن په ۴۵ سلنه ساحه کې د دولت وسله‎والو مخالفینو د واکسین رضاکارو ډلو ته اجازه ورکړې، خو په پاتې ۵۵ سلنه ساحه کې چې ډېری کورنۍ د کوزې پښتونخوا د باجوړ او سوات څخه کونړ ته راکډه شوي او مهاجرو پورې تړاو لري، نه‌غواړي چې کوچنیانو ته‌يې د پولیو او نورو ناروغیو ضد واکسین ورکړي.

دکونړ په شلتن دره کې له څلورو کالو وروسته د پولیو ضد کمپاین پیل شو.
دکونړ په شلتن دره کې له څلورو کالو وروسته د پولیو ضد کمپاین پیل شو.

فضلي وایي، هڅې کوي چې په راتلونکو کمپاینونو کې د کونړ ټولو سیمو ته د ګوزڼ واکسین ورسوي او هېڅ ماشوم ترې بې برخې پاتې نه‌شي.

فضلي زیاته کړه:

"په نېږدې وخت کې به زموږ په کونړ کې هېڅ سیمه له واکسین پاتې ونه‌لرو."

د کونړ اوسېدونکي له ټولو کورنیو غواړي چې د دوه څاڅکو واکسینو په ورکولو سره خپل ګلالي ماشومان د یوې لاعلاجه او وژونکې ناروغۍ وژغوري.

خلک وایي، دیني عالمانو، قومي مشرانو او دولتي مسؤلینو ته په‎کار ده څو په هېواد کې د ګوزڼ مرګونې ناروغۍ د ختمولو لپاره نه‌ستړي کېدونکي او په اخلاص هڅې وکړي.

په کونړ کې د عامې روغتیا مسؤلین په ‎داسې حال کې د پولیو ضد واکسین په برخه کې د پرمختګ خبره کوي چې اوس هم په هېواد کې د پولیو شيږ مثبتې پېښې ثبت شوي چې څلور يې د کونړ په شلتن، یوه‌یې په هلمند او بله‌یې په کندهار کې ده.

راپور : روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG