د لاسرسي لېنکونه

واشنګټن وايي، د ترکیې له لوري په امریکا کې د مېشت مذهبي شخصیت فتح‌الله ګولېن د مستردولو رسمي غوښتنلیک ورورسېد.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر پرون سې شنبې خبریالانو ته څرګنده کړه چې متحد ایالات د دې غوښتنلیک پر متن او حقوقي اړخ غور کوي.

د ترکیې ولسمشر پر فتح‌الله ګولېن تور پورې کړی چې په جولای کې یې د هغه د حکومت پر ضد د ناکامې کودتا پلان جوړ کړی و.

خو مارک ټونر وویل چې د فتح‌الله ګولېن د مستردولو غوښتنه له کودتا سره ارتباط نه‎لري. ټونر په‎ دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG