د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان پوځ لوی درستیز جنرال قدم‌شاه شهیم هند ته ځي.

د هندۍ خپرونې [دیکان هرالد] په حواله، جنرال شهیم به راتلونکې اوونۍ، په نوې ډهلي کې د هند پوځ له لوی درستیز جنرال دالبیرسنګ سوهاګ سره وګوري او د هند له صدراعظم او دفاع وزیر سره به ټیلیفوني خبرې وکړي.

د افغانستان د پوځ لوی درستیز په ‎داسې وخت کې هند ته ځي چې د رپوټونو په حواله، نوې ډهلي له ‎دې هېواد سره د خپلو پوځي مرستو پر زیاتولو غور کوي.

رپوټونه وايي چې جنرال شهیم به د افغانستان د پوځ د اړتیا وړ وسایلو یو لېست هم هندي لوري ته وړاندې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت او لوی درستیز دفتر په ‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG