د لاسرسي لېنکونه

هغه بریتانوي‌الاصله اسټرالیايي وګړی چې پر انټرنټ د افغان کډوالو لپاره د یوې خیریه ادارې د ملاتړ څرګندولو له امله نیول شوی و، په ضمانت خوشې شو.

دا سړی سکات ریچردز نومېږي، ۴۱ کلن دی او په متحده عربي اماراتو کې نیول شوی و.

سکات ریچردز د جولای په ۲۸ د بهرنیو خیریه مؤسسو د فعالیت د ملاتړ په اړه له نوي قانونه د سرغړونې په تور په دوبۍ کې ونیول شو او له هغه راهیسې د پولیسو په یوه مرکز کې توقیف و.

د ریچردز د ملاتړ یوې ډلې پرون سې شنبې پر فېسبوک اعلان وکړ چې هغه په ضمانت خوشې شوی او په متحده عربي اماراتو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.

سکات ریچردز د اقتصادي پراختیا کړنلارو په برخه کې د افغانستان حکومت د سلاکار په توګه کار کړی او هلته د یوې خیریه مؤسسې له فعالیت سره اشنا شوی و چې د ملاتړ په تور توقیف شو.

په خبر کې د خیریه ټولنې نوم نه‎دی اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG