د لاسرسي لېنکونه

د المپیک بیرغ د راتلونکو لوبو کوربه ښار توکیو ته ورسېد.

د توکیو والي مېرمن یویکو کویکې پرون د المپیک بیرغ د ال نیپون هوايي شرکت په الوتکه کې توکیو ته یووړ.

دې ته د المپیک بیرغ د یکشنبې په ورځ د برازیل په ریو ډي جینیرو کې د دغه ښار ښاروال ادواردو پاییس او د المپیک د نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ د المپیک سیالیو د پای په مراسمو کې وسپاره.

توکیو به په ۲۰۲۰ میلادي کال د المپیک سیالیو کوربه وي.

په ۱۹۶۴ میلادي کال هم د المپیک سیالۍ په جاپان کې شوې وې.

XS
SM
MD
LG