د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې پوځ او نړیوال ائتلافي ځواک نن چهاشنبې د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې له جرابلس ښاره د اسلامي دولت وسله‌والو سخت دریځو د ایستلو لپاره عملیات پیل کړل.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو وویل چې د حلب ولایت په جرابلس ښار کې عملیات په ځايي وخت نن سهار څلور بجې پیل شول.

له جرابلس ښاره چې د داعش یا اسلامي دولت وسله‌والې سخت دریځې ډلې په لاس کې دی، پرون سې شنبې د ترکیې پر قره کمیس ښارګي د هاوان څو ګولۍ ولګېدې چې په ځواب کې یې د ترکیې پوځ د سوریې په خاوره کې پر دغه ښار د توپونو ګولۍ وویشتې.

XS
SM
MD
LG