د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

کډوال: ننګرهار کې د کورونو کرایه ۵۰ سلنه لوړه شوې


له پاکستانه راستنېدونکي کډوال وايي، په جلال‌اباد ښار کې له یوې خوا ورته کرایه کورونه نه پيدا کېږي او که پيدا شي بيې يې د پخوا په پرتله دوه برابره په ډالرو دي.

دغه کډوال وايي، هلته ورباندې پاکستان حکومت د ظلم ساحه پراخه کړه او افغانان دې ته مجبور شول چې خپل کارو بارونه په اوبو لاهو کړي، دکانونه او کورونه د بوسو په بیه خرڅ کړي خو دلته د کرايه کورونو پسې سترګې راووتې او یوازې ورته هغه کورونه پيدا کېږي چې بيې تر اسمانه ختلې وي.

دوه تنه راغلي کډوال وايي:

"زما نوم حامد دی له پېښوره مو کډه راغلې ده دا دوه میاشتې وشوې چې کرایه کور پسې ګرځم کور نه پيدا کېږي چې پيدا شي د څلورو کوټو کور په څلور سوه ډالر او پنځو کوټو واله خو ان تر زرو ډالرو پورې خبرې کوي موږ ټول عمر مهاجر پاتې شوي یو، دلته ځای نه‌لرو."

"نوم مې احمدالله دی او له پاکستانه مهاجر راغلي یو هلته راسره سخت ظلمونه وشول موږ خپل کور د ۱۵ لکه روپو کور په دوه لکه خرڅ کړ موږ ویل خپل هېواد ته ځو دلته چې راغلو دا خو زموږ وروڼه و خو دوی داسې پرېکړه کړې وه چې مهاجر راځي او په دوی به دا کورونه ګران کړو."

جلال‌اباد ښار کې د کورونو د لارښوونو دفترونو (د معاملاتو رهنما) خاوندان هم وايي، په ښار کې د کرايه کورونو پيدا کېدل ستونزمن دي.

د جلال اباد ښار کې د کورونو د رهنمای معاملات خاوندان هم وايي، په ښار کې د کرايه کورونو پيدا کېدل ستونزمن دي.
د جلال اباد ښار کې د کورونو د رهنمای معاملات خاوندان هم وايي، په ښار کې د کرايه کورونو پيدا کېدل ستونزمن دي.

انجنير محمدالرحیم چې د جلال‌اباد په ښار کې د کورونو لارښوونې دفتر لري وايي، هره ورځ ورته په لسګونو کډوال د کرایه کورونو د نيولو لپاره مراجعه کوي خو نوموړی وايي، دوی سره یوازې هغه کورونه خالي پاتې دي چې کرایه‌يې له پنځو سوو نیولې تر زر ډالرو پورې وي.

محمدالرحیم وايي:

"ننګرهار کې هغه کډوال چې د کورنو پوښتنه کوي موږ ته راځي د ورځې تر سلو پورې خلک د کرایه کورونو پوښتنه کوي اول خو نه پيدا کېږي که پيدا هم شي هغه کورونه چې مخکې به درې سوه ډالر وو، اوس‌يې کرایه ۶۰۰ ته ختلې ده او د کډوالو وس ورته نه‌رسېږي."

له پاکستانه راکډه شوي کډوال رحیم‌الله بیا له افغان حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته د اوسېدو زمینه برابره کړي او په یوه مشخص ځای کې ورته کمپ جوړ کړي.

دی وايي:

"موږ په پېښور کې مهاجر وو اوس خپل ننګرهار ته راغلي یو زه څو وارې رهنما والا ته ورغلم هغوی په ډالرو خبرې کوي زموږ وس نه‌رسېږي له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې دلته زموږ کډوالو لپاره یو کمپ برابر کړي بېخي ځای نه‌لرو."

بل‎خوا د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی د کډوالو ستونزې پر ځای ګڼي او وايي، د همدې ستونزو د حل په خاطر له مرکزه یو پلاوی هم ننګرهار ته راغلی و او تمه‌يې ښکاره کړه چې ډېر ژر به د افغان کډوالو د هستوګنې ستونزه اواره شي.

عطالله خوږياڼی د کډوالو ستونزې پر ځای ګڼي
عطالله خوږياڼی د کډوالو ستونزې پر ځای ګڼي

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:

"مشکلات د افغانستان په کچه ډېر زیات دي اکثراً کډوال د تورخم له لارې راځي او زیات خلک بیا په ننګرهار کې مېشت کېږي او د ننګرهار ولایتي اداره په دې اړه مشکلاتو سره مخ ده په دې وروستیو کې یو پلاوی هم په همدې تړاو له مرکزه راغلی و، د کډوالو د اوسېدو او نورو ستونزو په رابطه‌يې څېړنې وکړې او ممکن د دوی د ستونزو لپاره ورته ډېر ژر یوه حل لاره پيدا شي."

د کتونکو په اند له یوې خوا د ننګرهار د ډېریو ولسوالیو څخه خلک د ناامنيو له امله ښار ته راکډه شوي او له بلې خوا له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ هم تېزه شوې چې په خبره‌يې د جلال‌اباد ښار په دومره اندازه د کډوالو د ځایولو ظرفیت نه‌لري او مرکزي حکومت باید افغان کډوالو ته د اوسېدو کمپونه جوړ کړي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG