د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په عراق کې له سمې محاکمې پرته، د ۳۶ کسانو اعدام غندي.
د عراق دولتي ټلوېزیون په حواله، دا کسان د یکشنبې په ورځ د عراق په جنوب کې په یوه زندان کې اعدام شوي دي.
د عراق دولت دا مشکوک وسلهوال چې زیات پهکې سنیان وو، د ۱۷۰۰ شیعه عسکرو د وژلو په تور نیولي او اعدام کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پرون سې شنبې په عراق کې د عدلي او قضايي بهیر له بشپړېدو پرته او د دې محاکمې په بهیر کې د نیمګرتیاوو له امله اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه.
د دې ادارې ویاندې سیسیل پوېلي خبریالانو ته وویل چې د عراق دولت دا مشکوک کسان له کره اسنادو او شواهدو پرته اعدام کړي دي.
سیسیل پوېلي زیاته کړه:
"د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په عراق کې د ۳۶ کسانو په اعدام خواشینی دی. دا کسان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اسلامي دولت په نوم د وسلهوالې ډلې له لوري د نېږدې ۱۷۰۰ پوځي محصلینو د قتل په ارتباط اعدام شوي دي. د هغوی په محاکمه کې جدي کمزورتیا او د محاکمې په بهیر کې نیمګرتیاوې د ځانګړې خواشینۍ وړ دي."
سیسیل پوېلي زیاته کړه چې د اعدام شویو کسانو مدافع وکیل هم د محکمې له لوري ګومارل شوی و او د نیول شویو کسانو د محاکمې په جریان کې يې د هغوی د ښې دفاع لپاره مداخله نهده کړې او یوازې د محکمې د حکم تر اعلان مخکې یې لنډې خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان دې ویاندې همداراز څرګنده کړه چې مشکوک وسلهوال ښايي د داسې اسنادو او شواهدو پر بنا اعدام شوي وي چې پټو جاسوسانو/مخبرانو وړاندې کړي وو.
سیسیل پوېلي اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي له یو شمېر کسانو په زور او شکنجه اقرار اخیستل شوی وي.
سیسیل پوېلي وویل:
"موږ اندېښنه لرو چې دا کسان به چې اعدام شوي دي یوازې د داسې اسنادو پر بنا محاکمه شوي وي چې غیر رسمي مخبرانو چارواکو ته ورکړي او یو شمېر کسان شکنجه شوي او تر سختو شرایطو لاندې یې اقرار اخیستل شوی دی. د هغو ادعاوو په اړه چې لږ تر لږه له ۱۹ تورنو کسانو په زور اقرار اخیستل شوی، شکنجه شوي او ناوړه چلند ورسره شوی، څېړنې نهدي شوي. "
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویاندې پر عراقي چارواکو غږ وکړ چې د عسکرو د ډلهییز قتل په اړه د محاکمې جریان باید ټول هغه مراحل بشپړ کړي چې په قضايي سیسټم کې یې یادونه شوې او داسې اقدام باید د غچ اخیستلو په نیت نهوي.
سیسیل پوېلي وویل، متأسفانه په وروستي مورد کې دا خبرې په پام کې نهدي نیول شوي.
ملګري ملتونه وايي چې لږ تر لږه ۱۲ سوه کسان په عراق کې د اعدام په سزا محکوم شوي دي.
د دې سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ پر عراقي چارواکو غږ کړی چې ډېر ژر د اعدام حکم عملي کول وځنډوي او د خپل هېواد د عدلي او قضایي سیسټم په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.