د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

کډوالو ریاست: کندز کې جګړو څه باندې ۳ زره کورنۍ بې‌ځایه کړي


د کندز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسؤلین وايي، د وروستیو جګړو له امله د دغه ولایت څه باندې ۳ زره کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي.

د یاد ریاست مشر سید عبدالله هاشمي وايي، دغه کورنۍ د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه کندز ښار او یا هم تخار ولایت ته کډه شوي دي.

هغه وايي، دوی د بې‌ځایه شویو خلکو عریضې ټولوي چې وروسته به د یوه منظم پلان له مخې ورباندې مرستې ووېشل شي.

سید عبدالله هاشمي
سید عبدالله هاشمي

هغه زیاته کړه:

"له خان‌اباد ولسوالۍ څخه زر کورنۍ او د کندز مرکز زرخرید، ملا سردار، سه صد فامیلي او پُل الچین سیمو څخه څه باندې ۲ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي دي."

په ورته وخت کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، کډوالۍ او روانو جګړو یې ژوند تریخ کړی دی.

دوی له دولت څخه د امنیت ټينګښت او خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

څو تنو دغو بې‌ځایه شویو کسانو ازادي راډيو ته وویل:

"دا ټوله بدبختي چې په کندز کې روانه ده، د چارواکو له بې‌غورۍ څخه ده، ځکه دوی په وخت سره د دې ولایت وضعیت ته پام ونه‌کړ، نو طالبانو خپلو برېدونو ته زور ورکړ، اوس ټول خلک بې‌ځایه شوي دي او زموږ کښتونه ټول له‌منځه ولاړل."

"موږ له خان‌اباد ولسوالۍ څخه بې‌ځایه شوي یو، اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، دولت باید امنیت راولي چې موږ خپلو کورونو ته ولاړ شو."

"په کندز کې جنګ دی، موږ بې‌ځایه شوي یو، در په در یو او له ډېرو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان یو، هېڅ‌څوک زموږ پوښتنه نه‌کوي."

دغه خلک د کندز سیمه‌ییز چارواکي د امنیت په راوستو کې ګرم بولي او وايي، د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت په برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

بل‌خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل وايي، دوی د بې‌ځایه شويو کورنیو لپاره په کافي اندازه مرستې په اختیار کې لري.

ښاغلی عمرخېل وايي هڅه کوي څو ډېر ژر بې‌ځایه شويو کورنیو ته اړینې مرستي ورسوي:

عمرخېل: هڅه کوو څو ډېر ژر بې‌ځایه شويو کورنیو ته اړینې مرستي ورسوو.
عمرخېل: هڅه کوو څو ډېر ژر بې‌ځایه شويو کورنیو ته اړینې مرستي ورسوو.

"هغه څوک چې بې‌ځایه شوي دي موږ د هغوی لپاره کافي امکانات لرو په زرګونه کورنیو لپاره موږ مواد لرو همدارنګه موږ ته د اضطرار کمېټې هم ډاډ راکړی دي."

د یادونې وړ ده چې له یوې اوونۍ راهیسې د دې ولایت په ولسوالیو او د کندز مرکز په شاوخوا سیمو کې د وسله‌والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړې دوام لري او دغې جګړې د کندز ولایت اوسېدونکي ډېر اندېښمن کړي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG