د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په اوسنیو شرایطو کې سیاستوالو ته په کار ده چې د خپلو امنیتي ځواکونو ننګ او ملاتړ وکړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبې ازادي راډیو ته وویل سیاستوال باید د امنیتي ځواکونو په کارونو او تعییناتو کې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه:

"په دغسې یو حالت کې مهمه خبره دا ده چې سیاستوال دې د امنیتي ارګانونو په تعییناتو کې زیاته مداخله ونه‌کړي، دوی دې پر امنیتي بنسټونو باندې باور وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د امنیتي ځواکونو په کارونو کې د سیاستوالو په لاسوهنو اندېښنه څرګندوي.

XS
SM
MD
LG