د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

ګردېز ښاريان: د مېوو او سبزي مناسب ځايونه، نه‌لرو


د ګردېز ښار اکثريت مېوه او سبزي پلورونکي چې د سړکونو پر سر په لاسي او څلور ټايره ګاډيو کوي راکړه ورکړه کوي وايي، د منظم ځای نشتوالی ورته په ورځني ژوند او کارونو کې خنډونه جوړ کړي.

دغه مېوه او سبزي پلورونکي شکايت کوي چې د منظم ځای او مارکېټ نشتوالي دوی د ټرافيک، پوليسو او عامو خلکو له بد برخورد سره مخ کړي او مجبوراً د سړک پرسر سودا ته ناست دي.

دوی دا هم وايي چې که منظم مارکېټ او ځای ولري، د خلکو له سپکو سپورو به وژغورل شي او ورځنی کار به‌يې تر دې ښه او منظم روان وي.

دوه تنه اوسېدونکي وايي:

"زه صفي‌الله یم، دلته د ګاډۍ پر سر مېوه خرڅوم، موږ مارکېټ ته ضرورت لرو، داسې ځای بايد موږ ته برابر کړي چې اسوده اوسېږو، اوس مجبور يو څه وکړو، د موټر والا ريکشه والا او دوکاندارانو او نورو ټولو خبرې تېروو."

"نوم مې حضرت محمد دی او د سبزي منډیي مخکې مې ګاډۍ ولاړه ده، موږ له والي صاحب نه ښاروال صاحب نه دا غوښتنه لرو چې يو اصولي ځای راکړي چې هلته دوکانونه جوړ کړو او له دې مشکل نه خلاص شو چې دوکانداران مو رټي، پوليس او ټرافيک مو نه‌پرېږدي او خلک راته بد رد وايي، دا ټول مشکل به حل شي."

همدغه مېوه او سبزي پلورونکي له ولايتي ادارې او ګردېز ښاروالۍ څخه د يو منظم ځای جوړېدو او مشخص کېدو غوښتنه کوي وايي، پکتيا ته اکثريت مېوه او سبزي له نورو ولايتونو څخه راځي چې د تپ او ګرمۍ له امله خرابېږي او په خبره‌يې ګردېز کې هم د ساتنې لپاره پرته له ګاډۍ بل څه نه‌لري.

يو بل سبزي پلورنکی وايي:

"زه محمد رسول يم سبزي خرڅوم، اکثره سبزي او مېوې له نورو ولايتونو څخه راځي، دغه سبزيانې چې له لوګر او ننګرهار څخه راځي، دغه اکثره خرابېږي، ځکه چې له هغه ځای څخه چې تر دې ځايه رارسېږي، نو ډېر يې تپ کوي او د ګرمۍ له وجې خراب شي، دلته موږ له ګاډۍ پرته بله چاره نه‌ورته لرو منظم يخچالونه او ځايونه نه‌شته چې مېوه او سبزي په‎کې وساتو."

يوازې سبزي او مېوه پلورونکي دا نه‌وايي چې د سړک پر سر ولاړو ګاډيو پر ځای دې د دوی لپاره يو منظم ځای غوره او مارکېټ جوړ شي.

د ښار اوسېدونکي هم همدا غوښتنه کوي:

"زما نوم خالد دی، که هر شی په منظم ډول په يو مارکېټ کې وي، دا ډېره غوره او بهتره خبره ده، د هر يو شي لپاره دې ځانته مارکېټونه جوړ کړي، قصابانو لپاره ځانته او سبزي او مېوه پلورونکو لپاره ځانته همداسې هر يو شی سره بېل کړي."

د ګردېز ښار دوکاندارانو د اتحاديې غړی حاجي رحيم ګردېزی وايي، د ښار د ښکلا او پاکۍ لپاره ولايتي ادارې او ښاروالۍ ته په ‎کار ده چې د دوکاندارانو په خوښه مارکېټونه جوړ يا غوره او ښار صنف بندي کړي.

ښاغلی ګردېزی وايي:

"هر شی بايد ځانته وي، دلته په ښار کې ټوله چټلي له ګډوډۍ رامنځته شوې، يو ښه دوکان به وينې ترڅنګ به‌يې يو لوی او ښه سټور وي، خو څنګ کې به‌يې قصابي وي او يا به د دواخانې خواته سبزي فروشي يا قصابي وي، هره برخه بايد صنف بندي شي او ځانته مارکېټونه بايد ولري او زموږ پيشنهاد همدا دی."

د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل دا مني چې په ښار کې له يو شمېر ستونزو سره مخ دي، خو په خبره‌يې دوی پلان لري چې د صنف بندۍ او ښاري ښکلا لپاره جدي اقدامات وکړي.

ښاغلی اتل په دې اړه وايي:

"دلته رښتيا هم صنف بندي په ګردېز ښار کې دقيقه نه‌ده او زموږ هڅه همدا ده چې د دغه پلان په عملي کولو سره دغه مشکل حل کړو او صنف بندي وکړو او د دوی لپاره مشخص ځايونه غوره شوي او ژر به‌يې په اړه اقدام وکړو."

مېوه او سبزي پلورونکي په داسې مهال د منظم ځای جوړېدو غوښتنه کوي چې هره ورځ د سبزي پلورونکو لاسي ګاډۍ د ښار د سړکونو پر سر د لارو بندښت په خاطر يا د موټرونو سره د ټکر له وجې او يا هم ټرافيکو چپه کړي وي.

XS
SM
MD
LG