د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

له يوې اوونۍ راهیسې خیبر ايجنسۍ کې ٤٠ ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې افغان پولې ته نېږدې د خیبر ايجنسۍ قبایلي سيمې په راجګال کې د پوځي عملياتو په اوږدو کې ٤٠ ترهګر وژلي او ٢١ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

دا په ‎داسې حال کې ده چې پوځي چارواکو د روانې مياشت په ١٦مه نېټه افغان پولي ته نېږدې د دې ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو ترهګرو او همداراز د پولې په اوږدو کې د هغوى د تګ-راتګ د مخنيوي لپاره پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د دوشنبې په ورځ په خیبر ايجنسۍ کې د روانو عملياتو په اړه په تازه خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې تر دې دمه‌يې د دې ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې په هوايي بمباريو او ځمکنيو عملياتو کې لږ تر لږه ٤٠ ترهګر وژلي او ٢١ نور يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان پوځي عملیات
د پاکستان پوځي عملیات

خبرپاڼه زياتوي:

"امنيتي ځواکونو د راجګال په دنګو غرونو کې د مهمو لارو کنټرول ترلاسه کړى او دا مهال په دغو سيمو کې د خپل پوزېشن په پياوړي کولو لګيا دي."

د پوځ د مطبوعاتي څانګې په خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې راجګال کې د هوايي ځواک په هدفي بريدونو او د ځمکني عملياتو په نتيجه کې د ترهګرو ٤٣ پټن‌ځايونه له‎منځه وړل شوي او ډېرى وسلې او باروتي مواد هم نيول شوي دي.

خیبر ايجنسۍ لېرې پرته غرنۍ سيمه ده چې د افغانستان له ننګرهار ولايت سره نښتې پولې لري او د پاکستان پوځي مقاماتو په‎کې د ٢٠١٤ میلادي کال په اکتوبر کې د ځايي ترهګرو ډلو پر ضد د خېبر ون او خېبر ټو پوځي عمليات وکړل او دا سيمه‌يې له ترهګرو پاکه اعلان کړه.

خو پوځي مقاماتو تر هغې وروسته افغان پولې ته نېږدې د دې ايجنسۍ او همدا شان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو د ځپلو او ترهګرۍ د مخنيوي لپاره عمليات پيل کړي چې د روانې مياشت په ٨مه نېټه د کوټې په يوه ملکي روغتون کې خونړی ځانمرګي بريد وشو چې د ګڼو مدافعې وکېلانو په ګډون په‎کې ٧٣ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شول.

کوټه کې د انتحاري حملې د قربانيانو شمېر٧۳ تنو ته وو
کوټه کې د انتحاري حملې د قربانيانو شمېر٧۳ تنو ته وو

د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت هم له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې "جماعت‌الاحرار" وسله‎والې ډلې منلى و چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په خونړيو ترهګريزو بريدونو کې ککړه ده.

د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو تر دغه بريد وروسته څو بېړنۍ غونډې او د ترهګرۍ د روانې څپې د مخنيوي لپاره ځينې پرېکړې هم وکړې چې يوه‌يې هم په دې هېواد کې د ترهګرو د پټو ځالو او پټو ملګرو د موندلو لپاره د تلاشي عملياتو يا "کومبنګ اپرېشن" پيلول و.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات په خیبر ايجنسۍ کې په روانو پوځي عملياتو کې ترهګرو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو خپلواکو سرچینو سيمې ته د ورتګ د بنديز له امله لا تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د خیبر ايجنسۍ په راجګال کې د پاکستان امنيتي سرتېرو پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه هم شوې وه چې دوه پوځيان په‎کې مړه او درې په‎کې ټپيان شوي وو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG