د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

کوټه کې کانګو ویروس د یوې افغان مېرمنې په شمول ۳ تنه وژلي


د کوټې يوه دولتي روغتون ته له کانګو ويروسه اغېزمن پنځه تنه ور وړل شوي چې له هغوى څخه د يوې افغانې مېرمنې په شمول درې تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د جنوبي ولايتونو خلک هم د کانګو ويروس ناروغانو درملنه په کوټه کې کوي او سږ کال تر اوسه ٢٢ تنه افغانان په کانګو ويروس اخته شوي چې ویل کېږي، له هغوى څخه څلور تنه مړه شوي دي.

کانګو يا د وينې تبه له پسونو، غواوو او يا نورو بوداګانو پورې کېدونکې ساري ناروغي ده چې د ډاکټرانو په وينا يوه کوچنۍ خزنده چې وراځه، کېکه، ږغانځه يا منګوړ بلل کېږي، د مېږې، اوزې يا غوا په څرمن پسې ونښلي او وينه‌يې وځبېښي، نو دغه خزنده که انسانانو ته ورشي يا څوک د دغو حيوانانو له وينې يا څرمنې سره ولګېږي په دغې ناروغه به اخته شي.

د کوټې د فاطمه جناح دولتي روغتون مشر ډاکټر عباس نوتکاني وايي، روغتون ته‌يې په تېره اوونۍ کې پنځه ناروغان ور وړل شوي چې وايي، د کانګو په ويروس یا د وينې په تبه اخته شوي وو او له هغوى څخه درېيو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوتکاني وايي، روغتون ته يې په تېره اوونۍ کې پينځه ناروغان ور وړل شوي
نوتکاني وايي، روغتون ته يې په تېره اوونۍ کې پينځه ناروغان ور وړل شوي

ښاغلى نوتکانى وايي، ډېر خلک د دې ناروغۍ نخښې نه‌پېژني، ځکه نو چې څوک ورباندې اخته شي او روغتون ته پر وخت ونه‌رسول شي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دی زیاتوي:

"په دې ناروغۍ کې تر هر څه لومړى بدن درد کوي، د وينې فشار يې کم شي، قى وهي، سر يې درد کوي، تر پوزې، غوږونو او نورو ځايونو يې وينه پيل شي، پر سينه‌يې سره داغونه ښکاره شي او تبه‌يې ډېره زياته وي."

په دغو درېيو تنو کې چې له کانګو ويروسه مړه شوي- يوه افغانه مېرمن ده چې زوى يې د درملنې لپاره له کندهاره راوړې وه.

زوى يې رحمت‌الله وايي:

"لومړى يې ويل پر ملا او پر سر مې درد دى، په کندهار کې مو چېنايي شفاخانې ته بوتله، هغوى يو سيروم ورولګاوه بيا يې ويل ويې باسئ، کور ته مو راوړه په دا بله شپه بيا په عذاب شوه، تر خوله، تر سپږمو او لړمانه‌يې وينې بهېدلې، دوه زره سي-سي وينه مو ورکړه، ويل دا کار موږ نه‌شو کولاى سيخ‌يې کوټې ته بوځئ."

ډاکټر عباس نوتکاني وايي، د بلوچستان ۱۱ سيمې ږوب، شېراني، لورالاى، کلا عبدالله، کوټه، زيارت، موسى‌خېل، نوشکې، کلات، مستونګ او خضدار د کانګو ويروس له خطر سره مخامخ دي او تر لوى اختر مخکې له کليو څخه ښارونو ته پسونه او بودګان د خرڅلاو لپاره راوړل کېږي، نو ډېر احتمال شته چې د کانګو ويروس په‎کې را انتقال شي، خلک بايد له ډېر احتياطه کار واخلي.

ښاغلی نوتکاني وايي:

"کله چې کور ته پسونه او څاروي راوړل شي بايد کوچنيان لیرې ځیني وساتل شي، په ټوله کوټه کې د پسونو په ګنج کې دوا پاشل شوې ده، دومره خطر نه‌شته، خلک دې د اختر د پسونو او څارويو اخیستلو ته لاړ شي دومره د اندېښنې خبره نه‌ده، خو چې کورونو ته‌يې راوړي بايد يو څه احتياط ورسره وکړي."

د کوټې فاطمه جناح روغتون ته د روان ٢٠١٦ میلادي کال څخه تر اوسه ٨٣ تنه د کانګو په ویروس اخته ناروغان راوړل شوي، په هغوى کې ٢٢ تنه افغانان ګڼل شوي چې وايي، له هغوى څخه تر اوسه څلور افغانان مړه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دوه کاله وړاندې په ٢٠١٤ میلادي کال کې هم د بلوچستان په ږوب سيمه کې څلور تنه د کانګو ويروس له امله مړه شوي وو.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG