د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د تاجکستان حکومت سیاسي مخالفین ولې هېواد پرېښودو ته اړشوي؟


د تاجکستان چارواکو په تېرو دوکلونو کې د سیاسي مخالفینو د ځپلو لړۍ ګړندۍ کړې چې تراوسه یې ساری نه دی لیدل شوی.

که څه هم د دغه هېواد حکومت د سیاسي مخالفینو د ځپلو اوږده سابقه لري، خو د وروستیو اقدماتو ساری یې پخوا نه دی لیدل شوی.

په سلګونو کسان نیول شوي او لسګونو ته هم د بند سزاوې اورول شوي دي.

یوشمېر کسان له دې ویرې چې ښایي دا ځل د دوی وار وي له هېواده تښتیدلي دي، دغه بهیر پخوا په تاجکستان کې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ د کورنۍ جګړې په جریان کې لیدل شوی، خو هغه کسان چې اوس تښتي د شلو کلونو مخکې پناه ځایونه نور امن نه دي او اړ دي چې وړاندې د اروپا پرلوري ولاړشي.

په دې اړه چې دغه کسان څوک دي، چېرته ځي او کومو عواملو دوی هېواد پریښودو ته اړایستلي ازادي راډیو د کارپوهانو په ګډون یو بحث ترتیب کړی و چې په نتیجه کې یې په دې اړه څو مهم مسایل رابرسېره شول.

د تاجکستان د اپوزیسیون ترټولو لوی د اسلامي رستاخیز ګوند د دې هېواد په پارلمان کې هغه دوه څوکۍ چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ د میاشتې په انتخاباتو کې یې ګټلې وې، له لاسه ورکړې، دا د دې نښه وه چې د دغه ګوند بخت په خرابېدو دی.

د شپږو میاشتې وروسته مودې په جریان کې دولتي رسنیو د دغه ګوند د ویب پاڼو د بندولو لپاره یو بې باکه کمپاین مخ ته یووړ، ګوند د راجستر سیسټم له لاسه ورکړی او ورته امر شوی چې د سپټمبر د میاشتې ترپایه خپل ټول فعالیتونه بند کړي.

دغه ګوند سخت دریځی اعلان شوی او حکومت یې د مشرانو په نیولو او محاکمه کولو پیل کړی دی.

خبریال او څېړونکی یان ماتوسیویچ وویل، له هغه مهال راهیسې چې دې ګوند په پارلمان کې دوه څوکۍ له لاسه ورکړي، موږ د بیله روس له لارې پولند ته د ډېرو تاجک پناه غوښتونکو د تلو شاهد یو.

د هغه په وینا مخکې چې په پولند کې د تاجک پناه غوښتونکو څرک نه لګېده، په ۲۰۱۵ کال کې شمېر پنځه سوو او د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شمېر له ۶۱۶ کسانو واوښت.

د دوشنبې نړیوالو هوايي ډګر
د دوشنبې نړیوالو هوايي ډګر

ماتوسیویچ وایي، دا چې له تاجکستانه ډېر پناه غوښتونکي ځان پولند ته رسوي علت یې دادی چې هغه د اروپایي ټولنې غړی هېواد دی او دوی هم کولای شي د روسیې اوبیله روس له لارې له وېزې پرته ځان ور ورسوي.

په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې په جریان کې ډېر کسان د سیاسي دلایلو له مله روسیې ته تللي و، خو اوس دغه وضعیت بدل شوی ځکه هغه هېواد نور د تاجکستان د سیاسي مخالفانو لپاره امن ځای نه دی.

د اخبره د تاجکستان د چارو یوه بله کارپوه ادوارد لیمون وکړه او زیاته یې کړه چې د ده څېړنې ښیي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې لیدل شوي چې د روسیې په خاوره کې د اپوزیسیون د فعالانو په نښه کول زیات شوي دي.

دې ته په پام سره چې د کریملن او د مرکزي اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکي څه ډول دي، خو یواړخ یې ښکاره او ثابت دی او هغه هم د روسیې او د مرکزي آسیا د امنیتي ادارو ترمنځ همکاري ده.

د تاجکستان د پناه غوښتونکو او کډوالو د سفر یوبل مقصد هم ترکیه ده، خو د کارپوهانو په وینا دا هېواد هم نور له هغې پېښې وروسته امن نه دی چې د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د تاجکستان د یوه بل مخالف ګوند مشرعمرعلي قوتوف په استانبول کې ووژل شو.

د تاجکستان د چارو د کتونکي ښاغلي لیمون په وینا په تاجکستان کې اوس حالات داسي دي چې د هغو کسانو چې د اپوزییسون له ډلو سره اړیکي لري، کورنیو ته یې ګواښ کېږي، هغوی ترڅارنې لاندې نیول کېږي او همدا علت دی چې خلک ځان امن احساس نه کړي.

تاجکستان دوشنبې
تاجکستان دوشنبې

د راپورونو له مخې د تاجکستان شاوخوا درې زره اتباعو ته پولند ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې، په دوی کې داسې کسان هم شته چې ویل کېږي، ترڅلویښت پنځوس ځلې یې پولند ته د اوښتو هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG