د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

د برېښنا بیې زیاتوالي له امله د ۱۲سلنه فابریکو کارونه درېدلي


د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه د برېښنا د بیې د ۲۵ فیصده زیاتوالي پر وړاندې وايي، که د برېښنا د لګښت دغه بیه راټیټه نه شي، کورني تولیدات او صنعت به له ستونزو سره مخ شي.

د دې ټولنې رئيس سخي احمد پیمان د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، نن سبا د هېواد صنعتکاران له یولړ اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دا توان نه لري چې د برېښنا د لګښت لوړې بیې ورکړي.

پيمان وویل، که د برېښنا بیه کې کموالی رانه شي، د هېواد اکثره فابریکې به بندې او په سلګونو زره کاریګربه وزګار پاتې شي:

"د روان کال له پنځمي میاشتې راهیسې، د هېواد صنایع د برېښنا د بیې د لوړوالي له امله له ستونزو سره مخ شوي دي، له برېښنا شرکت څخه د ټولو صنعتکارانو هیله داده چې که دوی د برېښنا د لګښت دغه درنده تعرفه پر دوی ومني، ټول به په یوه اواز ووايي چې د دې د اداء کولو توان نه لري، د دې له امله به ټولې فابریکې بندې او په لکونو کاریګر به وزګارپاتې شي."

یاده ټولنه وايي، په هېواد کې د شاوخوا ۲۰۰۰ فابریکو له جملې څخه ۱۲ فیصده وړو او منځنیو فابریکو د برېښنا د بیې د لوړوالي له امله، خپل فعالیتونه درولي دي.​

دغه ټولنه وايي، که حکومت له صنعتکارانو سره پر کړیو ژمنو عمل ونه کړي، په مظاهرو به لاس پوري کړي او د تړل شویو فابریکو مسؤلیت به هم د حکومت په غاړه وي.

د افغانستان برېښنا شرکت د روان کال په لومړیو کې اعلان وکړ چې د ډالرو د بیو له لوړېدو سره، د وارداتي برېښنا د لګښت په بیه کې ۲۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، داچې د وارداتي برېښنا بیه لوړه شوې، بله لاره نشته چې ورسره دې د برېښنا د لګښت بیې لوړې نه شي:

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي
د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي

"د برېښنا شرکت د هغه توپیر له مخې چې د ډالرو په بیه کې رامینځته شو، پرصنعتکارانویې د برېښنا بیه ۲۵ فیصده لوړه کړه، د برېښنا شرکت د صنعتکارانو ملاتړ کوي خو داځل د ډالرو بیې دغه مجبوریت رامینځته کړ."

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وايي، حکومت دې د برېښنا د لګښت اضافي بیه له خپلې بودجې وړکړي او د دې ترڅنګ دې، د بیځایه لګښتونو مخه ونیسي.

دی وايي، حکومت دې د هېواد د صنعتکارو ملاتړ وکړي اوکه نه نو، دا کاربه د هېواد اقتصاد او تولیداتو ته زیان ورسوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG