د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

له بلخ نه د افغان حاجیانو لومړۍ الوتکه سعودي عربستان ته ولاړه


له بلخ نه د افغان حاجیانو لومړۍ ۵۷۰ کسیزه الوتکه د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته ولاړه.

د بلخ د حج او اوقاف ادارې مشر محمود دانشجو ازادي راډیو ته وویل چې یادې الوتکې ۵۷۲ تنه لېږدول او تېره شپه یې اووه بجې او دېرش دقیقې یې، له مزارشریف څخه د کعبې شریفې په لور پرواز وکړ.

دانشجو وویل، په الوتکه کې موجود ټول حجاج بلخ ولایت ته مربوط و، او دا د اریانا هوايي شرکت یوه نایجریایي طیاره وه چې دا ولایت یې سعودي عربستان ته د رسېدو په قصد پرېښود.

هغه په دې اړه وویل:

"دا پرواز چې په ۷:۳۰ دقیقو ترسره شو، په کې ټول سپاره حاجیان د بلخ ولایت و چې دا سعودي عربستان ته د بلخ د حجاجو لومړی پرواز و."

د بلخ ولایت د حج او اوقاف ادارې مشر وايي چې د روان کال په ترڅ کې په مجموعي ډول له شمال او شمال ختیځ ولایتونو څخه ۶۲۰۰ تنه د حج د مراسمو ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته استول کېږي.

دانشجو وویل له دې ۶۲۰۰ کسانو څخه ۱۰۴۰ تنه د بلخ ولایت دي.

هغه زیاته کړه چې د ټولو مصارفو په پام کې نیولو سره په ټولیز ډول یوه حاجې باندې ۲۳۰۰ ډالر مصرف راځي.

هغه وویل چې تېرو کلونو کې افغاني حاجیان په سعودي عربستان کې د استوګنې ځای لپاره په ستونزو کې و، خو اوس ورته لویې اعمارې جوړې شوې دي او حجاج د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال به له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نشي.

دانشجو زیاته کړه:

"د استوګنې په برخه کې روان کال هېڅ ډول ستونزه نشته، اعمارې موجودې دي او یو زره او څلویښت تنه چې له بلخ څخه ځي هغه به ټول په یوه اعماره کې وي، له دې اړخه هېڅ ستونزه نشته."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې له سعودي عربستان څخه راغلو حاجیانو شکایت درلود، له دې سره چې د استوګنې ځای نه و ورته ورکول شوی، دوی لارښود هم نه درلود او ډوډی یې هم نه وه.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG