د لاسرسي لېنکونه

ازبکستان له قرغزستان سره خپله پوله د دې هېواد د خپلواکۍ تر جشن مخکې د لنډمهال لپاره تړلې ده.

ازبکستان د سېپټمبر په لومړې نېټه د خپلواکي ورځ لمانځي.

د پوله ساتو خدماتي ادارې په یوه اعلاميه کې ويلي چې سرحد به سرله ننه بند شي.

د پوله ساتو خدماتي ادارې ويلي، هغه قرغز وګړي چې ازبکستان ته تر سرحد بندېدو مخکې تللي، خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو اجازه به ورکړل شي.

اعلاميه وايي، بهرنيان او د ډیپلوماټيکو ماموریتونو کارکوونکي به تر سرحد د تېرېدو اجازه ولري.

XS
SM
MD
LG