د لاسرسي لېنکونه

د ماليزيا پولیسو يو سندرغاړی توقيف کړی چې ورباندې اسلام ته د سپکاوي په مقصد د موسيقۍ ویډيو جوړولو تور دی.

د ماليزيا ملي خبري اژانس ويلي، نميوي چې خپل نوم يې وي مينګ چي دی، د اګسټ په ۲۱مه د کواللمپور په نړيوال هوايي ډګر کې ونيول شو.

د ده د سندرې په ويډيو کې چې په جولای مياشت کې خپره شوه، نميوي او نور سندرغاړي ښکاري چې د بوديست او تاويست معبد مخې ته او د کليسا او جومات مخې ته نڅاوې کوي.

ګڼ شمېر ډلو پوليسو ته شکايتونه کړي چې دغه ويډيو اسلام ته سپکاوی کوي خو نميوي وايي، سندره يې د مذهبونو تر منځ د سمون او يووالي ښودلو په مقصد جوړه شوې ده.

دا ويډيو د تېرو دوو ورځو پر مهال د جومات له صحنې پرته بېرته پر يوټيوب خپره شوه.

XS
SM
MD
LG