د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مسؤلین وایي، حکومت د دې پر ځای چې له صنعت کارانو سره مرسته وکړي، ستونزې ورته جوړه وي.

د دغه ټولنې مرستیال عبدالجبار صافي ازادي راډیوته وویل چې، د نورو ستونزو تر څنګ اوس افغان حکومت مخکې تر دې چې صنعت کارانوته خبر ورکړي، د مالیې نه ورکولو په برخه کې يې، جریمه کړي.

د ښاغلي صافي په خبره د دې تر څنګ حکومت پر صنعت کارانو د برېښنا لګښت هم ۲۵ فیصده لوړ کړی چې دغه کار د صنعت کارانو پر کار ناوړه اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG