د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې د وسله‌والو طالبانو د دوو سر ګروپانو د وژل کېدو تر څنګ ۴۱ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وایي، د دغو عملیاتو پر مهال ۳ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي.

XS
SM
MD
LG