د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

سرنوشت: عبدالله هڅه کوي چې اجرائیه ریاست پرصدارت بدل کړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ملي یووالي حکومت پر څرنګوالي، د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ پر سیاسي کړکیچ او یو شمېر نور موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي عبدالله عبدالله هڅه کوي چې د اجرائیه ریاست پوست پر صدارت بدل کړي.

همدې ورځپاڼې د امرالله صالح له قوله لیکلي عبدالله په لومړي پړاو مذاکراتو کې خپلې غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې، په دویم پړاو کې پرې د ولسمشر نظر اوري.

وړاندې په مطلب کې د ښاغلي صالح په حواله ویل شوي په دریم پړاو کې اجرائیه رئیس غواړي د ملي وحدت له حکومت سره په نوې بڼه کار پيل کړي.

د چراغ ورځپانې په سرمقاله کې راغلي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافاتو نه یوازې افغانان بلکې د سیمې هېوادونو یې هم اندېښمن کړي دي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دا چې اوس له ۱۵ په زیاتو ولایتونو کې عملاً جګړه روانه ده، نو ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله دې خپل‌منځي اختلافات یو خواته کړي او د هېواد د ژغورنې لپاره دې په ګډه کار وکړي.

د ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې د حکومت سیاسي مشران مسؤلیت دا دی چې ستونزې په هغه اصلي بڼه درک کړي او د حل‌لارې چارې ورته ولټوي.

هېواد دولتي ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي د افغانستان ملي ګټې باید د سیاسي او شخصي هدفونو ښکار نه‌شي.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې د ولس خدمتګارانو ته دې د کار زمینې برابرې شي، که داسې ونه شي، نو د نړیوالې ټولنې مرستې به هم محدودې شي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي مغرضې کړۍ باید پرېنه‌ښودل شي چې اختلافونه ته نور هم لمن ووهي او ژور یې کړي.

بل لور بیا کابل چاپ یو شمېر نور ورځپاڼو په امنیتي مسایلو لیکنې او تبصرې کړې دي.

د سرخط ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د قانون تر پښو لاندې کول، جرات نه بدمعاشي ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي کله چې د امنیتي ارګانونو کار کوونکي د قانون په پلي کولو کې ځانونه خوندي ونه‌شي بللای، د قانون حاکمیت نه‌شي رامنځ ته کېدای.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې نه پوهیږو چې د پولیس دنده څه ده؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي خلک په پلازمینې کابل کې له امنیتي ځواکونو غواړي چې جنایتکاران او مجرمین پرې‌نږدي چې د خلکو ژوند ګډوډ او د ښار امنیت خراب کړي.

لیکوال سپارښتنه کوي چې پولیس باید له دا ډول کسانو سره جدي برخود وکړي او د دا پولیسو دنده هم ده.

XS
SM
MD
LG