د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

ریلیف ویب: افغان راستانه شوي کډوال بشري مرستو ته اړتیا لري


ریلیف ویب خپرونه:

امریکایي ریلیف ویب خپرونه، افغان راستانه شوي کډوال عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې ليکي:

په زرګونو کورنۍ چې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستانه افغانستان ته بېرته ستنې شوي عاجلو مرستو ته اړتیا لري او یوازې ډېرو لږو ته یې تر اوسه مرستې رسېدلي دي.

ریلیف ویب لیکي:

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشرې کاتی اورورکې Kate O'Rourke وايي، دغه کسان له پامه غورځول شوي او هغوی عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړې خبرداری ورکوي چې که له دغو بې وزلو سره مرستې ونه‎شي، ناوړه نتایج به ولري.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان IOM د احصایې له مخې په تېرو څلورو اونیو کې شاوخوا شپیته زره هغه کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې هلته نه و راجسترشوي.

د خپرونې په وینا دا د بېرته ستنېدونکو کډوالو ناڅاپي زیاتوالی دی.

ریلیف ویب لیکي:

دا هغه کډوال دي چې په پاکستان کې یې نومونه نه‎دي ثبت شوي او لکه د راجستر شوېو په څېر وطن ته د بېرته ستنېدو په وخت کې هم ورسره مرسته نه‎کېږي.

اکثره دغه کډوال هم ننګرهار ته ستانه شوي چې د یو شمېر دغو کورنیو حالت چې د ناروې د کډوالو شورا کار کوونکو له نژدې کتلي ډېر خراب بللی ان تردې چې د دوی په وینا ډېرې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس او پښې وهي.

ریلیف ویب خپرونه لیکي:

د دغې شورا د ساتنې او دفاع د چارو سلاکار ویل کارتر Will Carter چې په بهسودو کې د دغو راستنو شویو کډوالو حالت له نژدې کتلی او هغه یې زړه ماتونکې بللی وایي، ډېرې کورنۍ هیڅ هم نه لري، ماشومان له ورایه لیدل کېږي چې له خوړو خوار دي، کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو، خیمو او نورو روغتیایي اسانتاوو بې برخې دي.

د عبدالقادر په نوم یوه نیکه چې له خپلو اولادونو او لمسیانو سره نوی بهسودو ته راغلی خپرونې ته ویلي چې کورنۍ یې څلور ورځې مخکې دلته راغلې ځکه بل لوری یې نه درلود او دلته هم ګورئ چې په دغه کوچېني ځای کې ټول ۳۵ تنه اوسي، تر شنه اسمان لاندې بیدیږي، دلته نژدې د څښاک اوبه نشته، پیسې هم نه لري او نه پوهیږي چې څه وکړي.

د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشرې کاتی اورورکې وویل، نړیواله ټولنه باید په ګډه د دغه ناوړه وضعیت د پایته رسېدو لپاره اقدام وکړي، بشري مرستندویه ټولنې هم عاجلو مرستو ته اړتیا لري او مالي تمویلونکې هېوادونه باید لازمې مالي مرستې ورسره وکړي چې دوی وکولای شي دغو د افغانستان په ختیځ کې نویو راستانه شویو کډوالو ته عاجلې مرستې ورسوي.

سټارس انډ سټرایپس:

امریکایي سټارس انډ سټرایپس خپرونه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، هغه امریکایي پوځي چې د افغانستان په جګړه کې یې ګډون کړی هڅه کوي، خپل هغه افغان ترجمان وژغوري چې هلته بند پاتې دي.

خپرونه لیکي:

په ننګرهار کې چې د داعش وسله‎والو فعالیتونه زیات کړي و؛ نهه میاشتې مخکې یې د ۲۵ کلن قسمت امین د خپلوانو د کور دروازه وټکوله.

وسله‎والو غوښتنه کوله چې امین دی چې پخوا یې څو کاله له امریکایي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کړی و، را ووځي خو د کور دننه خلکو ته ورته ویلي و چې هغه یو کال کېږي چې له کوره وتلی او بیا نه‎دی راغلی.

د خپرونې په وینا له دغې پېښې څو میاشتې وروسته بیا وسله‎وال د هغه کورته ورځي او د کورنۍ حاصلات ضبطوي او ورته وایي چې یوازې د امین په بدل کې به یې بېرته ورکړي.

امین چې په یوه بل ښار کې یې ځان پټ کړی له سټارس انډ سټرایپس خپرونې سره په مرکه کې چې د سکایپ له لارې یې کړې ویلي چې ده ته یوه لاره پاتې وه او هغه دا چې متحدو ایالتونو ته وتښتي.

د سټارس انډ سټرایپس په وینا یو ښه چانس چې هغه یې لري دا دی چې د جګړې د وخت یو ملګری امریکایي پوځي یې دوسیه مخ ته وړي.

تورن مات بال چې اوس په سټنفورډ پوهنتون کې د حقوقو زده‎کړه کوي وایي، دی کلک هوډ لري چې هغه ژمنه به چې ده د دندې په لومړې اوونۍ کې زده‎کړې وه چې څوک به له شاه نه پریږدي، عملي کوي.

هغه دې خپرونې ته ویلي، که څه هم دا اسانه کار نه‎دی امین یوله هغو په زرګونو ترجمانانو څخه دی چې په افغانستان کې بند پاتې دي خو دی د مسؤلیت احساس کوي چې له هغه سره متحدو ایالتونو ته په تلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG