د لاسرسي لېنکونه

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې یوه نامتو لیکوال چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له منتقدانو دی، د بېلاروس له سرحد څخه اوکراین ته تر اوښتو وروسته په دې هېواد کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه.

د اوکراین سرحدي ځواکونو په یوه بیان کې چې پرون خپور شو د دې لیکوال نوم نه‎دی اخیستی خو ویلي یې دي، هغه د اوکراین او بېلاروس په سرحد کې وروسته له هغې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه چې اسناد یې کتل کېدل.

په بیان کې ویل شوي چې هغه د روسیې نامتو لیکوال او مشهور شخصیت دی او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رژیم پر ضد په اعتراضیه فعالیتونو کې یې هم لاس درلود.

بیان زیاتوي چې د یاد شوي لیکوال سیاسي پناه غوښتنه د اوکراین مهاجرت ادارې ته راجع شوې ده.

XS
SM
MD
LG