د لاسرسي لېنکونه

د امریکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن د کمپاین مشر وايي، سیال کاندید ډونالډ ټرمپ ښايي د کرېملېن ګوډاګی وي.

له «اې، بي، سي نیوز» چینل سره په مرکه کې د مېرمن کلېنټن د کمپاین مشر روبي موک «Robby Mook» وویل، ټرمپ باید خلکو ته ووايي چې د ده په کمپاین کې د کرېملېن ونډه تر کومې کچې ده.

د ډیموکراټ ګوند د کمپاین مسؤل دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ټرمپ د کمپاین مشر پاول مانافورت «Paul Manafort» د هغو راپورونو له خپرېدو یوازې څو ورځې وروسته استعفا وکړه چې د اوکراین د یوه کرېملېن پلوي سیاسي ګوند لپاره د ملاتړ موندلو په مقصد د ده د کار کولو په اړه راپورونه خپاره شول.

موک وویل، مانافورت لیرې شو خو د دې معنی دا نه‌ده چې روسیه هم له دې کمپاینه وتلې ده او زیاته‌یې کړه، په دې اړه جدي پوښتنې شته چې ایا ټرمپ خو به په انتخاباتي سیالیو کې د کرېملېن ګوډاګی نه‌وي.

جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې که ولسمشر شي نو د روسیې او امریکا اړیکې به چې د مسکو له‌خوا د اوکراین د کریمیا ټاپو له نیولو وروسته ترینګلي شوې ښې کړي، خو ده هغه نظریات چې ګنې کرېملېن په انتخاباتو کې له ده سره مرسته کوي خندوونکي بللي دي.

مسکو هم دا تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG