د لاسرسي لېنکونه

logo-print

په داسې حال کې چې په ننګرهار ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د له‎منځه وړلو لپاره کمپاین پیل شوی چارواکي وايي چې هېواد ته راستنېدونکو ماشومانو ته به په دې کمپاین کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي څانګې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې والي سلیم خان کندزي پرون په یوې غونډه کې د سکتوري ادارو رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې له واکسیناتورانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د بیان له مخې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب غونډې ته وویل، د سکتوري ادارو مسؤلان باید د واکسین پر بهیر بشپړه څارنه او له پخوانیو کمپاینونو پاتې ۲۴ زره ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو په رسولو کې مرسته وکړي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د پولیو د ناروغۍ مثبتې پېښې نه‎دي موندل شوي.

XS
SM
MD
LG