د لاسرسي لېنکونه

د کورنيو چارو وزارت وايي د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوى قاضي نيول شوى دى.

د دغه وزارت په اعلاميه کې چې نن خپره شوې راغلي، محمد نادر د پوليسو د عملياتو په نتيجه کې نيول شوى دى.

د اعلاميې په حواله نيول شوي کس د صحرايي محکمو په واسطه خلک مجازاتول او پر خلکو يې د سخت دريځو ظالمانونه امرونه پر ځاى کول.

د کورنيو چارو وزارت زياتوي چې پرون د سرپل ولايت په سانچارک ولسوالۍ کې د پوليسو په عملياتو کې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٧ تنه نور ټپيان شوي دي.

په دې نښته کې د خلورو پوليسو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG