د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

سپینه ماڼۍ کې د اوباما پاتې دوره به ډېره بوخته وي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربه چې له څه باندې دو اونیو رخصتیو تېرولو وروسته بېرته په سپينه ماڼۍ کې کارپیلوي، د جمهوري ریاست پاتې موده به یې ډېره له بوختیاو ډکه وي.

د زیکا د ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د کانګرس له لوري د مالي ملاتړ خپلول او د جمهوري ریاست لپاره د خپل ډموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلیتن د بریالیتوب لپاره کمپان هغه په کوردننه مهم مسایل بلل شوي چې نوموړی به پرې ډېر تمرکز کوي او له پولې بهربه هم آسیا ته د یوه سفرتیاری نیسي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما چې له خپلې مېرمنې میشل اوباما او دو لوڼو سره یې شپاړس ورځې د ماساچویست په یوه تفریحي ځای کې تېرې کړي، د یکشنبې په ورځ ناوخته بېرته سپینې ماڼۍ ته راستنېږي.

خو اوباما به چې په دې موده کې یې ډېر وخت د ګلف په کولو او تقریباً هره ورځ د اوبو له غاړې تېره کړې، ډېروخت په سپینه ماڼۍ کې تېرنه کړي.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپورله مخې نوموړی به د سې شنبې په ورځ خپل کاري سفرپیل کړي او د لوزیانا ایالت له سیلاب ځپلې سیمې به له نېږدې کتنه کوي.

د دې ایالت په باټن روګ سیمه کې د وروستیو سیلابونو له امله لږترلږه دیارلس کسان مړه او په زرګونو کسان هم دې ته اړشوي چې په موقتي ځایونو کې واړوي.

پرهغه د استراحت په موده کې هم د لوزیانا او نورو لورو له خوا فشارونه زیات شوي وچې خپله رخصتي په نیمایي کې پریږدي او د ورانیو سیمه له نېږدې وګوري، له چارواکو او د سیلابونو له زیانمن شویو کسانو سره خبرې وکړي.

د اژانس په وینا د هغه دغه تشه جمهوري غوښتونکي کاندید دونالد ترمپ او د هغه مرستیال مایک پینس ډکه کړه.

دواړه د جمعې په ورځ ځپل شوې سیمې ته لاړل اوپرخوراکي او نورو موادو بارله یوې لارۍ د دغو مرستو په کوزولو کې مرسته وکړه.

اوباما د زیکا د ویروس د مخنیوي لپاره له کانګرس څخه د ۱،۹ ملیارډ ډالرو غوښتنه کړې خو جمهوري غوښتونکو د ۱،۱ ملیارډ ډالرو وړاندیز کړی چې ترڅنګ یې ډیموکراتانو ته ځینې نورشرطونه هم ایښي دي.

د هغه ویروس چې د خپرېدو دوه پېښې یې د فلوریدا په مشهور تفریحي ځای میامی کې ثبت شوي دي.

د اژانس په وینا دا مسله هم لکه ایران ته د بارک اوباما د اداري له خوا د په سلګونو میلیون ډالرو د ورکولو په څېرپه یوه جنجالي مسله بدله شوې ده.

جمهوري غوښتونکو د هغه پر ادارې انتقاد کړی چې څلور سوه میلیون ډالره یې چې په جنوري کې ایران ته ورکړي، د څلورو امریکایي بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې دغه پیسې د تاوان په ډول تهران ته ورکړل شوي، خو اوباما ویلي چې امریکا چاته پیسې د باج په توګه نه دي ورکړي او نه به هم دا کارپه راتلونکي کی وکړي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما به دغه راز را روان منی سپیني ماڼۍ ته د ډموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلینتن په ملاتړ کمپاینونو کې هم ډېربوخت وي.

اوباما دغه راز د لوزیانا له سفر وروسته د چاپریال ساتنې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره نوادا ته ځي، له هغې وروسته د سپټمبرله دوهمې ترنهمې پورې به نوموړی له چین او لاوس څخه کتنه وکړي.

اوباما به د امریکا لومړنی ولسمشر وي چې له لاوس څخه کتنه کوي.

XS
SM
MD
LG