د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

قیصاري: د افغان سرتېرو شمېر اوسنیو شرایطو کې بسنه نه کوي


د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیونونو یوشمېر غړي وايي، هغه هدف چې افغان امنیتي ځواکونو شمېر ته ټاکل شوی و، لا نه دی بشپړ شوی.

په داسي حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نا امنۍ او د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډېر شوي، د ولسي جرګې د کورني امنیت او د فاعي چارو کمېسیونونو یوشمېرغړي وايي چې لا هم افغان امنیتي ځواکونه نه دي بشپړ شوي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون غړي فتح الله قیصاري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د څه باندې درې لکه او پنځوس زره امنیتي او دفاعي ځواکونو په منځ کې نږدې یو لک یې خیالي و.

هغه زیاته کړه:

"دا ۳۵۰ زره امنیتي سرتېري چې په نظام کې یې لرو په اوسنیو شرایطو کې بسنه نه کوي، ځکه تراوسه یې شمېر نه دی بشپړ شوی، شاید په دغو کې ۱۵۰ زره خیالي سرتېري او شهیدان ولرو، نو په همدې دلیل دغه رقم نه دی بشپړ شوی."

ښاغلی قیصاري وايي، په ځینو هغو سیمو کې د ځای پر ځای شویو سرتېرو شمېر له هغې کم وي چې حکومتي چارواکي یې یادونه کوي.

بلخوا د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رئیس میرداد نجرابي د افغان ځواکونو د شمېر کموالی عمده ستونزه بولي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر دا مهال څه باندي درې نیم لکه ته رسېږي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، یوشمېر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د کمزوري مدیریت له امله یې خپلې دندې پرېښې او یا هم له منځه تللي اوس هم په خیالي ډول د ځواکونو په لیکو کې حسابېږي.

د افغان ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شتون څه نوې خبره نه ده، له دې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت، سیګار او د حقوقو او عدالت په نامه بنسټ دغه خبره مطرح کړې وه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر را واخلو، خو په اخیستو یې بریالي نه شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو د کموالي موضوع مني، خو د خیالي سرتېرو خبره په کلکه ردوي.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاته کړه:

"د تشکیلاتو د بشپړېدو په برخه کې د پرسونل له پلوه یوه اندزه کمبودات لرو چې دا د ضایعاتو له امله دي، بشري منابع په شدت سره په دې برخه کې کار کوي، خو د خیالي پولیسو خبره چې په تېر کې هم مطرح شوې وه، دا مسله موږ رده و."

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونه د خیالي سرتېرو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشکیلاتو د کموالي موضوع د افغانستان په امنیتي وضعیت باندې اغېزناکه بولي.

دوی سپارښتنه کوي، حکومت باید څومره ژر چې کېږي دا خلا ډکه کړي، له هغه پرته دا موضوع به د هېواد له نا امنۍ سره نور هم مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG