د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست مسؤلین وايي چې په دوشي ولسوالۍ کې د اوبو د ضایعه کېدو د مخنیوي لپاره د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت استنادي دېوال جوړوي.

د بغلان د کلیو او پراختیا رئیس محمد رحیم صالح زي نن د دغه دېوال د بنسټ ډبرې ا ېښودلو پرمهال وویل چې دغه دېوال به شپږو میاشتو کې بشپړ او په دغه موده کې به پنځوسو تنو ته د کار زمینه برابره شي.

نوموړی وویل، د دغه دېوال په جوړېدو به ډېرې کرنیزې ځمکې د سیلاب له خطر څخه په امن کې شي او په ورته وخت کې د اوبو له کبله د کابل ـ پلخمرې د لوې لارې د تخریب مخه به هم ونیول شي.

XS
SM
MD
LG