د لاسرسي لېنکونه

د اوکراين په ختيځ کې د اوکراين پوځ او روس-پلوه بېلتون غوښتونکي يو او بل د اوربند له موافقې په سرغړونې تورنوي.

د اوکراين پوځ نن په يوه اعلاميه کې وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې بېلتون غوښتونکو د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې د دولت تر کنټرول لاندې سيمو باندې يو اويا وارې انداختونه کړي دي.

په همدې حال کې بېلتون غوښتونکي ادعا لري چې د اوکراين پوځ تېره شپه په دونيڅک کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو باندې د توپونو څه باندې ١٨٠ مرمۍ ويشتلي دي.

د اوکراين ولسمشر پيټرو پروشينکو د روانې مياشتې په لومړيو کې ويلي وو، د اوکراين په ختيځ کې وضعيت د خرابۍ خوا ته روان دى.

ده پر دښمن تور ولګاوه چې هڅه کوي د مينسک د سولې پروسه په خطر کې واچوي.

د دې موافقې هدف په اوکراين کې د روانې شخړې ختمول دي.

ملګري ملتونه وايي، د اوکراين په ختيځ کې د هغې شخړې له کبله چې د ٢٠١٤میلادي کال له اپرېل مياشتې راهيسې دوام لري، تر نهه نيم زرو زيات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG