د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړې پر مهال د ملکیانو ژوند اواستوګن ځایونو ته جدي پام وکړي.
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار وايي چې د تېر کالونو په پرتله د بې ځایه شویو شمېر دوه چنده شوې چې ۶۰ سلنه یې ماشومان جوړوي.
ښاغلي بېدار د دغه وضیعت په اړه د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون اندېښنه په داسې کې شریکه کړه چې تېره ورځ په هغه راپور کې چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارې له خوا خپور شو په هغې کې هم د بې ځایه شویو شمېر ډېر او د اندېښنې وړ ګڼل شوی.
د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان له ښاغلي بېدار سره مرکه کړې او په سر کې یې همدا د بې ځایه شویو د وضیعت په اړه ورنه پوښتلي دي.
ښاغلی بیدار وايي: