د لاسرسي لېنکونه

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلین وايي چې د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې یې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ۲۱ وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغه قول اردو ویاند عبدالقهار ارام وايي چې دغه عملیات تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ په قریه یتیم سیمه شوي دي.

د ښاغلي ارام په خبره په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د یو بل خبر لمخې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په کندز کې د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري د نومول شوي ولسوال په کور عملیات کړي او شپږ مشکوک کسان یې نیولې دي.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند عبدالقهار ارام که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې په نیول شویو کسانو کې د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال شامل دی که یا، خو وايي، په دې عملیاتو کې درې موټر سایلکونه هم تخریب شوې دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG