د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه تبصرې کړي


انټرنېشنل بزنس ټايمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر څرګندونو ليکنه خپره کړې چې د هند د صدراعظم د يوې وينا په باب دي.

د دې بريتانوۍ ورځپاڼې په حواله، د هند صدراعظم نريندرا مودي د هندوستان د خپلواکۍ په ورځ په خپله وينا کې پاکستان د ټروريزم په ملاتړ او په بلوچستان ايالت کې د بلوڅانو له حقونو په سرغړونې تورن کړ.

انټرنېشنل بزنس ټايمز ورځپاڼه ليکي، د هند پلازمېنې نوي ډيلي ته د سفر پر مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند د صدراعظم د وينا ستاينه وکړه او ويې ويل، پاکستاني چارواکي د افغانستان او هندوستان په اړه په ازادانه ډول څرګندونې کوي، خو دا اول وار دى چې د هند صدراعظم نريندرا مودي د پاکستان د بلوچستان ايالت په باب خبرې وکړې.

د ليکنې په حواله، حامد کرزي بيا هم په محتاطانه ډول وويل، زه فکر نه کوم چې هند به غواړي په سيمه کې په کومه نيابتي جګړه کې ښکېل شي، ځکه دغه هېواد په سيمه کې د سوله ييز ګډ ژوند سابقه لري.

په ليکنه کې د حامد کرزي دا وينا هم اخيستل شوې چې ويلي يې دي، په بلوچستان ايالت کې د هغو سخت دريځو له کبله خلک ځورېږي چې دولتي ارګانونه يې ملاتړ کوي، نو د دغو خلکو اندېښنو ته بايد پام واړول شي او خپرې شي.

دي ايکانوميک ټايمز:

هندۍ ورځپاڼې دي ايکانوميک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې د چمن سرحدي لارې پر تړل کېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، پاکستان دغه سرحدي سيمه وروسته له هغې وتړله چې يوه ډله افغانانو د اعتراض پر مهال هڅه وکړه پر دې سرحدي دروازه حمله وکړي.

د ورځپاڼې په حواله، يوه ډله کسان د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په مناسبت په چمن کې د دوستۍ دروازې ته نېږدې راټول شوي وو، په دې وخت کې ځينو کسانو پر دروازې حمله وکړه او ماښام مهال يې د پاکستان بيرغ ته اور واچاوه.

د ليکنې په حواله وروسته پاکستاني چارواکي مجبوره شول، هلته اضافي ځواکونه وګماري او دغه دروازه تر نامعلومې مودې بنده کړي.

انټرنېشنل بزنس ټايمز:

بريتانوۍ ورځپاڼې انټرنېشنل بزنس ټايمز په خپله بله ګڼه کې د وسله والو له خوا د کندز ولايت د خان باد ولسوالۍ د نيول کېدو په اړه ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د ليکنې په پيل کې د کندز د ولايتي شورا د رئيس خبردارى خپور کړى چې حکومت ته يې ويلي دي، که چټک اقدام ونه کړي، وسله وال ښايي د تېر کال غوندې بيا د کندز ولايت مرکز ونيسي.

د راپورونو له مخې، د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې دوى ټوله ولسوالي نيولې او يوه اندازه وسلې او مهمات يې هم غنيمت کړي دي، خو د کندز چارواکو تېر ماښام د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر ورکړ.

د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند محمد الله بهيج ويلي، وسله والو طالبانو له څو استقامتونو پر خان اباد ولسوالۍ حمله کړې وه.

د کندوز د ولايتي شورا رئيس ويلي چې له دې جګړه ځپلې سيمې په سلګونو ملکيان نورو سيمو ته په کډې کولو مجبوره شوي دي.

ورځپاڼې د دفاع وزارت د وياند خبرو ته هم پام اړولى چې ويلي يې دي، افغان ځواکونه په ګڼو ولسواليو کې په جګړه بوخت دي او په کندز کې زيات امنيتي خطر د ولايت مرکز ته متوجه دى.

انټرنېشنل بزنس ټايمز ورځپاڼه ليکي، افغانستان له يوې خوا له نړيوالې تروريستي ډلې داعش سره په جګړه بوخت دى، له بلې خوا په کور کې دننه هم له ځينو سخت دريځو ډلو لکه وسله والو طالبانو، حقاني شبکې، لښکر طيبه او جيش محمد سره لاس و ګرېوان دى.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، په کندز کې ناامني په داسې حال کې زياته شوې چې وسله والو طالبانو تېره اوونۍ په بغلان کې يوه ولسوالي ونيوله، افغان ځواکونه په هلمند او ننګرهار کې هم په جګړه بوخت دي.

XS
SM
MD
LG