د لاسرسي لېنکونه

افغانیار: د غور پسابند ولسوالۍ کې وضعیت عادي شوی دی


Afghanistan --Ghure Province map 31May2016

Afghanistan --Ghure Province map 31May2016

د غور ولایت چارواکي وایي، د پسابند په نارامه ولسوالۍ کې اوس وضعیت عادي شوی دی.

د پسابند ولسوال فرید افغانیار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان امنیتي پوځونو له څلورو میاشتو اخ و ډب وروسته وکړای شول دغه ولسوالۍ د سقوط له خطر څخه وژغوري.

افغانیار زیاته کړه، طالبانو اوس د دغې ولسوالۍ له ډېرو برخو څخه وتلي دي او په پوستو کې یې امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي دي.

څو اوونۍ وړاندې د غور د ولایتي شورا غړیو د دغې ولسوالۍ د احتمالي سقوط په اړه اندېښنه ښودلې وه او له حکومت څخه یې د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG