د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

امیري: د کندز خان اباد ولسوالي بېرته له طالبانو ونیول شول


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، دیاد ولایت خان اباد ولسوالي یې بېرته له وسله والو طالبانو نیولې ده.

دخان اباد ولسوال حیات الله امیري څو شیبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې دغه ولسوالي يې د کندز د ګاوندي ولایت تخار د امنیتي ځواکونو په مرسته تر څو ساعته عملیاتو وروسته نن ماښام څه کم اووه بجې نیول.

امیري زیاته کړه چې د دغه ولسوالۍ د بېرته نیولو پرمهال ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره ارقامو په اړه یې څه ونه ویل.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې دا مهال د خان اباد ولسوالۍ په اطرافو کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

امیري وویل هڅه به کړي چې د دې عملیاتو پرمهال ټوله ولسوالي له وسله والو مخالفینو تصفیه کړي.

خان اباد ولسوالي تر څلورو ورځو محاصرې وروسته نن شنبې سهار اته بجې وسله والو طالبانو نیول.

وسله والو طالبانو تر نن ماسپښین دوو بجو پورې ویلي وو چې یاده ولسوالي د دوی په کنټرول کې ده، خو په دې اړه یې چې دا ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې څه نه دي ویل.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG