د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې صدراعظم وایې هېواد به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سوریې د شخړو د هواري په برخه کې لا ډېره فعاله ونډه واخلي، څو هغه هېواد له قومي ویش څخه خوندي شي.

بن علي یلدیریم په استانبول کې یوې خبري غونډي ته ویلي چې دا کار د ترکیې لپاره ډېر اهمیت لري.

یلدیریم زیاتوي د سوریې ولسمشر بشارالاسد به د سوریې په انتقالي دوره کې یو رول ولري، خو د هغه هېواد په راتلونکي کې نه.

کردي ډلو په ترکیې کې د خپلو سیمو په بېلوالي پیل کړی دی او ترکیه اندېښنه لري چې دا کار ښایې په ترکیې کې د کردانو بغاوت لا نور هم راوپاروي.

یلدیریم دکردې یاغیانو سره د سولي هر ډول هڅه رد کړه او وایې ترکیه به له یوه تروریستي سازمان سره خبرې ونه کړي.

روانه اوونۍ د کرد کارګر ګوند یا د پي کې کې یاغیانو په ترکیې کې پر پوځ او پولیسو بمي بریدونه وکړه، لسګونه کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG