د لاسرسي لېنکونه

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن پر روسیې او اوکرایین دواړو غږ کړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د روانو شخړو په برخه کې له زغم څخه کار واخلي.

سپینې ماڼۍ ویلي بایډن د اوکرایین له ولسمشر پترو پروشینکو سره پر ټلیفون خبري کړي او ورته ویلي یې دي چې متحده ایالاتو روسیې ته پیغام استولی چې نړۍ د اوکرایین او روسیې تر منځ وضعیت څاري او دې ته اړتیا ویني چې باید داحالت کابو شي.

تر دې یوه ورځ دمخه د اوکراین ولسمشر پتروپروشینکو خبرداری ورکړی وو چې د روسیې لخوا اشغال ورته د زغم وړ نه دی.

د بایډن او پروشینکو خبري داسي مهال شوي چې پنتاګون د روسیې لخوا په کریمیا کې دننه او شاوخوا ته د ځواکونو ځای پرځای کیدل بې اهمیته بللي دي.

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال جنرال دیمتري بولګاکوف پرون په فیودوسیه Feodosiya ښار کې چې د اوکرایین د اشغال شوي سیمې کریمیا یوه برخه ده، له رویترز خبري آژانس سره د روسیې سمندري او ځمکني ځواکونو ته د لوژیستیکي اکمالاتو پر مهال داسي وویل:

"نن موږ د خپلو ځواکونو او سمندري قواوو لپاره د ماموریت ترسره کولو پر مهال خپله مرسته ورسوله، هغوی ته مو ټول مواد او تخنیکي تجهیزات اکمال کړه، له هغوی سره مو د وسلو او نورو وسایلو په ترمیم کې مرسته وکړه او هغوی مو پوځي خدمت ته آماده کړه، دا یوه ستونزمنه دنده وه، موږ دواړو هم سمندري او هم ځمکني قواوو ته مرسته ورسوله."

کریمیا د اوکرایین یوه برخه وه چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې اشغال کړه او هلته د اوکرایین سره په سرحدي سیمو کې پوځي تمرینات کوي.

XS
SM
MD
LG