د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

امرخېل: د بي۵۲ الوتکې نه استفاده د مخالفینو د پیاوړتیا لامل ګرځي


افغان پوځي کارپوهان وايي، د افغانستان په اوسنیو امنیتي شرایطو کې د "بي۵۲ "بم غورځوونکو الوتکو کارول، د هېواد د امنیتي وضعیت په ګټه نه دي.

د امریکا د هوايي ځواکونو له دغه اعلان وروسته چې د افغانستان په جګړه کې به یوځل بیا، له "بي۵۲" الوتکو څخه کار واخلي، ځینې افغان پوځي کارپوهان په دې نظردي چې په اوسنیو حالاتو کې د دغو الوتکو کارولو ته، اړتیا نشته.

د دې کارپوهانو له ډلې عتیق الله امرخېل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او نورو مخالفینو مرکزونه دومره غښتلي نه دي چې د ویجاړولو لپاره یې "بي۵۲" الوتکې وکارول شي.

امرخېل: اوسنیو حالاتو کې د دغو الوتکو کارولو ته، اړتیا نشته.
امرخېل: اوسنیو حالاتو کې د دغو الوتکو کارولو ته، اړتیا نشته.

هغه زیاته کړه:

"اوسني جنګونه چریکي دي او ددوه یا پنځه کسانو د ګروپ د له مینځه وړلو لپاره د دغو الوتکو کارول بې معنی دي، که د وسله والو مخالفینو د روحېې د کمزوري کولو لپاره وي، دا نو بیا بل بحث دی، خوڅرنګه چې دا الوتکې د لویو هدفونو لپاره کارېږي، د افغانستان په اوسني وضعیت کي نتیجه نه ورکوي."

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونه اوسمهال په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره هوايي مرستې کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالاتو د هوايي ځواکونو د ارکان رئيس جنرال دیویډ ګولد فین ویلي چې "بي۵۲" بم غورځوونکې الوتکې به یوځل بیا د افغانستان په جګړه کې وکاروي.

دغه الوتکې پخوا تردې په افغانستان کې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره هم کارېدلې وې.

"بي۵۲" بوینګ الوتکې د امریکا په جنګي الوتکو کې، تر ټولو پیاوړې الوتکې دي چې د ۱۴۰۰۰ کیلومترو په واټن ۳۲۰۰۰ کیلو ګرامه بمونه لېږدولي شي.

په ورته وخت کی د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، که "بي۵۲" جنګي الوتکې یوځل بیا په افغانستان کی د وسله والو مخالفینو پر ضد وکارول شي، د ده په خبره د هدف په ټاکلو کې یې باید له افغان ځواکونو سره همغږي موجوده وي:

وزیري: د یادو الوتکو د هدف په ټاکلو کې باید له افغان ځواکونو سره مهغږي موجوده وي.
وزیري: د یادو الوتکو د هدف په ټاکلو کې باید له افغان ځواکونو سره مهغږي موجوده وي.

هغه وايي:

"که بي ۵۲ الوتکې هم وي، هدف به یې د ټولو هوایي ځواکونو په څېرله موږ سره په هم اهنګۍ کې ټاکل کېږي او عملیات به اجراء کېږي."

د دفاع وزارت د دغو الوتکو د کارولو د نېټې په هکله څه نه وايي، خو تاکید کوي چې د دې الوتکو د کارولو هدف په لیرې پرتو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د مرکزونو له مینځه وړل دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG