د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

وزیري: خان اباد به ډېر ژر له طالبانو بېرته ونیول شي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندز کې د خان اباد ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې جدي تدابیر نیولې چې ډېر ژر به دغه ولسوالي، له وسله والو مخالفیونو پاکه کړي.

یاد وزارت د طالبانو له لوري د خان اباد ولسوالۍ نیول د افغان ځواکونو موقتي تاکتیکي شاتګ بولي او وايي، ډېر ژر به دغه ولسوالۍ بیرته ونیسي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"موږ په کندز کې مشکلات منو، په خان اباد کې زموږ ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له ولسوالۍ ووتل، خو زموږ قطعات لاهم هلته شته، د فرقې او لوا قوماندانانو شدید تدابیر نیولي دي او هوايي ځواکونه هم په کندز کې شته، نو ان شاالله ژر تر ژره به ستونزه حل شي."

وزیري: خان اباد اوس هم زموږ قطعات شته.
وزیري: خان اباد اوس هم زموږ قطعات شته.

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې د کندز خان اباد ولسوالۍ د شنبې د ورځې په سهار د وسله والو مخالفیونو له لورې ونیول شوه.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو طالبانو له څو خواوو پر خان اباد بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې افغان ځواکونه تاکتیکي شاتګ ته مجبوره شول.

وسله وال طالبان په داسې حال کې د خان اباد ولسوالۍ نیسي چې طالبانو په دې ورستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیموکې خپل بریدونه زیات کړې دي.

وسله والو طالبانو د خپلو بریدونو د زیاتېدو په نتیجه کې د بغلان د دهنې غورې ولسوالۍ نیولې او د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د سرنوشت په اړه هم ضد ونقیض رپوټونه ورکول کېږي.

یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، افغانستان د سیمې د استخباراتو له نا اعلان شوې جګړې سره مخامخ دی او په داسې وضعیت کې د ځینو ولسوالۍ موقتي سقوط کومه حیرانونکې خبره نه ده.

پوځي کارپوه عبدالباري عارض:

"دې کې شک نشته چې په مملکت کې څه نا څه مشکلات شته، خو په مجموع کې امنیتي وضعیت د افغان امنیتي تر کنټرول لاندی دی."

ښاغلی بارز په یو شمېر ولایتونو کې د جګړو د دوام یو مهم لامل د ځینو سیمه ییزو چارواکو او زوره ورو کسانو مداخله ګڼي او وايي چې افغان حکومت باید ددغه ورانکاره کړیو مخه ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دا مهال د کندز، ننګرهار، بدخشان، نورستان او د تخار په ګډون د یارلسو ولایتونو په اکثر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیات ادامه لري او هڅه کېږي په په یادو سیمو کې وسله وال مخالفین وځپل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG