د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

همت: که مرسته ونه رسېږي حصارک ولسوالي به سقوط وکړي


له تېرو دریېو ورځو راهیسې د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

په دغه موده کې دواړه لورې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

که څه هم ولایتي چارواکي وايي، حصارک ولسوالۍ ته يې هوايي او ځمکني ځواکونه رسېدلي، خو د حصارک ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان منیر همت وايي، په حصارک کې افغان ځواکونه مرستې ته اړتيا لري او که په وخت ور ونه رسېږي ولسوالۍ به يې له لاسه لاړه شي:

"ټولې غټې وسلې کارول کېږي بس دومره درته وایم چې مرسته راونه رسېږي نو ددې ولسوالۍ نه دې څوک تمه نه کوي."

نوموړی وايي، په دې جګړه کې يې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او دارنګه اته تنه امنيتي سرتېري هم وژل شوي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې د دوی ملګرو د حصارک ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې او زیات شمېر مهمات يي لاس ته راوړي.

خو د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې ردوي او وايي، ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده او سيمې ته ځمکني او هوايي ځواکونه هم رسېدلي:

عطاالله خوګیاڼي
عطاالله خوګیاڼي

"ځانګړي ځواکونه هم رسېدلي دي هوايي ځواکونه هم ورغلي د دوی پر پټنځایونو هوايي بریدونه شوي زموږ د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې یوڅلویښت تنه وسله وال طالبان وژل شوي او هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې ګوندې حصارک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې."

په حصارک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه تر دې دمه کوم ریپوټ نه دی خپور شوی خو د ځايي خلکو په وینا له دې وړاندې هم ورته نښتې ترسره شوي چې په پایله کې زیات زيان ملکي خلکو ته رسېدلی و.

راپور: شاه محمود شينواری

XS
SM
MD
LG