د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

الکوزي: افغانستان کې سوداګرو د تښتونې پېښې زیاتې شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، په تېره یوه میاشت کې ۳۵ سوداګر په کابل او څلورو نورو ولایتونو کې تښتول شوي دي.

ددغې خونې مرستیال خان جان الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېره یوه میاشت کې ۳۵ سوداګر او پانګه وال په افغانستان کې اختطاف او یا هم پیسې ورنه غلا شوي او دا شمېره د ده په خبره د تېرو کلونو په پرتله بې سارې ده.

الکوزي وايي، د سوداګرو او پانګه والو په تېښته کې زیاتوالي له هېواده د پانګې د ایستلو لامل شوی او افغان پانګوال یې هم اندېښمن کړي.​

هغه زیاته کړه:

"په تاسف سره باید ووایو چې په دغه یوه میاشت کې ۳۵ کسان اختطاف شوي، یا غلا ترې شوې چې دې د سوداګرو منځ کې تشویش راپیدا کړی دی، زه هیله من یم چې دې ته حکومت پام وکړي تر څو حل شي."

​کابل، ننګرهار، کندز او بلخ هغه ولایتونه دي چې د ښاغلي الکوزي په خبره په دې وروستیو څو ورځو کې په کې ۲۵ سوداګرو او یا د هغو د کورنیو غړي اختطاف شوي دي.​

خان جان الکوزی وایي، تېره اوونۍ دوه زره سوداګرو یوازې په کابل کې له دې امله د فعالیت جوازونه حکومت ته و سپارل چې کورنۍ یې مصئونه نه وې.

دی وایي، د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې د نا امنیو له زیاتېدو او له بد امنیتي وضعیته د تښتونکو او مافیایي کړیو له ګټې اخیستنې سره زیاتې سرمایې له هېواده ایستل شوي.

ښاغلی الکوزی وایي، که دا وضعیت دوام وکړي نو دا به د افغانستان د اقتصاد لپاره په راتلونکي کې ناوړه نتیجه ولري.

په ورته وخت کې یو تن پانګه وال او د صنعت کارانو د ټولنې مرستیال عبدالجبار صافی وایي، د پانګه والو د خوندیتوب لپاره د حکومت ژمنې یوازې شعارونه و.

د ده په خبره، همدا اوس لسګونه پانګه والو د نا سم امنیتي وضعیت له ویرې خپلې پانګې بهر وړي دي.

هغه زیاته کړه:

"خلک سرمایه اخلي او بهر ته ځي چې په افغانستان کې امنیت نشته، که دولت دې ته رسیدګي وکړي او خلکو ته ډاډمن امنیت راولي، زه فکر کوم چې هیڅ کله به افغان خپله سرمایه بهر ته یو نه سي."

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو او پانګه والو امنیت ساتل د حکومت لومړیتوب دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

هغه زیاته کړه:

"د خلکو په ځانګړي توګه پانګه والو د امنیت خوندیتوب د حکومت یو مهم رسالت دی، دوی ډېر زیان منونکي دي او حکومت دوی ته ډېر تدابیر په پام کې نیسي تر څو دوی په یوې خوندي فضا کې ژوند وکړي."

له دې سره سره د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد حسیب موحد ټینګار کوي، تر هغو چې د پانګه والو امنیت ټینګ او له هغوی څخه لکه څنګه چې لازمه ده ملاتړ و نشي، نو د پانګونې کچه به په دغه هېواد کې ورځ تر بلې را کمه شي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG