د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

د افغانستان- پاکستان وېش پوله له ۳ ورځو راهیسې تړلې ده


د افغانستان او پاکستان تر منځ د وېش پوله له وړمې ورځ راهيسې تړلې ده چې له امله يې سلګونه لوی ګاډي يوې بلې خواته ولاړ دي.

د اګست پر اتلسمه د بلوچستان د مرکز کوټې او ځينو نورو سيمو په شمول په چمن کې هم سلګونه خلک د احتجاج په توګه سړکونو ته را وتلي وو او د هندي صدراعظم نريندر مودي او د جلاوطنه خپلواکي غوښتونکي بلوڅ مشر برهمداغ بګټي په ضد يې شعارونه ورکول.

پاکستاني سرحدي چارواکي وايي، کله چې دغه مظاهره چيان د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې ته ورغلل او هلته يې د هندي صدراعظم مجسمه وسوځوله، نو په همدې وخت د پولې هغې غاړې ته هم سلګونه خلک- چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ يې لمانځله- د دوستۍ دروازې ته راغلل او د پاکستان په ضد يې شعارونه ورکړل، د دوازې پر لور يې کاڼي را وويشتل او د پاکستان بيرغ يې و سوځاوه.

ځينې ناتاييد شوي حکومتي سرچينې وايي، پاکستاني سرحدي سرتېرو د عکس العمل په توګه پوله د پنجشنبې په ماسپښين و تړله او د پولې دواړو غاړو ته د عادي خلکو او هر ډول لاريو او کانټينرونو پر تګ راتګ يې بنديز ولګاوه چې په نتيجه کې يې دواړو ته سلګونه لارۍ ولاړې دي.

د چمن سيمې يو تجار دارو خان وايي، د پولې بندېدو د افغانستان غاړې ته په ولاړو لاريو کې انګور او خټکي وراسته کړل، خو پوله پر درېيمه ورځ هم لا تړلې ده:

"نن درېيمه ورځ ده چې دروازه بنده ده، د افغانستان له خوا مېوې او د پاکستان له خوا سبزۍ دي چې پر پوله خراب شول، ډېر نور موټر او کانټينر لارۍ ولاړې دي، د مالونو پر وخت د نه رسېدو له امله تجارانو ته په ميلينونو کلدارې تاوان ور اوښتى، شخصي فکتور که د پاکستان د خوا دي که د افغانستان د خوا دي هغوى بېوسه دي او د پولې په اړه په پرېکړه کې بېواکه دي."

د پولې تړل کېدو له امله د پاکستان غاړې ته په لسګونه هغه کانټينر لارۍ هم ولاړې دي چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته سامانونه وړي.

د دې تر څنګ زرګونه هغه افغانان هم د پولې تړل کېدو له ستونځو سره مخامخ کړي چې هره ورځ د پولې پر سر يوې بلې غاړې ته اوړي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د کوټې روغتونونو ته راوړي.

د پاکستاني رسنيو د مالوماتو په اساس د شنبې په ورځ پاکستاني سرحدي چارواکو د افغان سرحدي چارواکو په غوښتنه پر ګډه پوله د را ولاړې شوې شخړې په اړه مذاکرات کړي او افغان چارواکو ورته ويلي چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ پولې ته راغليو لاريون کوونکيو په احساساتي ډول د دوستۍ دروازه په کاڼو ويشتلې او افغان حکومت پکې هيڅ لاس نه لري، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې ګڼ شمېر افغانانو د افغان سرحدي سرتېرو په وړاندې د پاکستان بيرغ ته سپکاوى کاوه او د پاکستان په ضد يې شعارونه ورکول، ځکه نو مذاکرات نيمګړي پاى ته رسېدلي او پوله لا هم په بشپړه توګه تړلې ده.

هڅه مو وکړه چې د پولې د تړل کېدو په اړه د ملېشه ځواکونو له وياند او د بلوچستان له حکومتي وياند سره خبرې وکړو، خو بريالي نه شوو او نه تر اوسه په دې اړه د کوم پاکستاني مقام څرګند موقف مخ ته راغلى دى.

د پاکستاني سرحدي چارواکو د دې ادعا په اړه تر اوسه د افغان چارواکو دريځ هم په رسنيو کې نه دي راغلي چې د اګست پر اتلسمه ريښتيا څه پېښ شوي.

د يادونې وړ ده چې په تېره جون مياشت کې هم پر تورخم پوله د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د شخړلې له امله تورخم دروازه پينځه ورځې تړلې وه، خو چمن ته نېږدې وېش پوله پرانيستې وه، خو دا ځل دغه پوله احتمالاً د افغان او پاکستاني ولس له امله تړل شوې او څرګنده نه ده چې کله به پرانيستل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG