د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، هڅې یې پيل کړ، څو په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې حل او دوی په تدریجي اوعزت سره هېواد ته راستانه شي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډيو ته وویل په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره څو کمېټې په کار بوختې دي.

ښاغلي میاخیل زیاته کړه د افغان کډوالو یوه پلاوی له ولسمشر محمد غني سره د لیدنې لپاره کابل ته راځي، څو په پاکستان کې د افغانانو ستونزې له حکومت سره شریکې کړي.

دا هڅې وروسته له هغې کېږي چې د سرطان په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تورخم کې جوړ شوي کړکېچ سره په پاکستان کې پرمېشتو کډوالو فشارونه ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG