د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې پر وخت د پراختیایي بودجې د مصرف لپاره یي یو لړ تدابیر نیولي دي.

ددغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د پراختیایي بودجې لپاره یې د تخصیص وخت کم کړی او د ۳۴ ولایتونو د والیانو سره یې د هغو پروژو په اړه خبرې کړي چې د پراختیایي بودجې له لارې عملي کېږي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وایي چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د هغو وزارتونو له مسوولینو سره هم لیدلي چې د پراختیایي بودجې ۸۷ فیصده مصرف په دوی پوري اړه لري:

"دغه نوې تګلاره چې موږ غوره کړې، د تخصیص وخت مو کم کړی د والیانو سره مو خبرې کړي په تخنیکي چارو کې مو اسانتیاوې رامنځ ته کړې دي، دا موږ ته ډاډ راکوي چې موږ د ټاکل هدف پر لورروان یو."

عبدالرحمیزی زیاتوي چی پروخت د پراختیاي بودجې له مصرف سره به نړیواله ټولنه باوري شي چې افغان حکومت د دې وړتیا لري چې د موثریت پراساس پراختیايي بودجه مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG