د لاسرسي لېنکونه

د ترکيې پارلمان يوه موافقه تصويب کړه چې له اسرائيل سره د اړيکو د عادي کېدو سبب کېږي.

د ترکيې د دولتي رسنيو د راپور له مخې، وروسته له هغې چې تېره مياشت په ترکيه کې د کودتا هڅه وشوه، د دې موافقې په تصويب کې ځنډ راغلى و.

د ترکيې د پارلمان وکيلانو د جمعې ناوخته هغه موافقه تصويب کړه چې د دوو پخوانيو سيمه ييزو متحدانو ترکيې او اسرائيل ترمنځ اړيکې عادي حالت ته راګرځوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ شپږکاله په اړيکو کې کړکېچ و.

د ترکيې د دولتي اژانس انادولو په حواله، د دې موافقې له مخې به اسرائيل ٢٠ مليونه ډالره د غرامت په توګه ترکيې ته ورکوي، ځکه چې په ٢٠١٠میلادي کال د اسرائيل کومانډو ځواکونو په غزې تاړانګه کې د ترکيې د بشري مرستو پر کښتۍ حمله کړې وه، په هغه حمله کې ١٠ تنه ترکان وژل شوي وو.

دغه پيسې به د قربانيانو کورنيو ته ورکول کېږي.

د موافقې د شرايطو له مخې دواړو لوريو موافقه کړې هغه اسرائيليان چې د اسرائيل د حکومت په استازيتوب يې هغه حمله کړې وه، په مالي او جرمي لحاظ مسؤل نه ګڼل کېږي.

د اسرائيلو د کابينې وزيرانو له ترکيې سره دغه موافقه د جون مياشتې په وروستيو کې تصويب کړه، خو انقرې په ترکيه کې د تېرې مياشتې د کودتا د هڅې په نتيجه کې د رامنځته شوي فشار له کبله پارلمان ته نه وه لېږلې.

اوس چې دغه موافقه تصويب شوې، تمه کېږي دواړه هېوادونه د خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو د بېرته اعادې لپاره سفيران سره ولېږي.

د دې موافقې پر اساس به ترکيه کولاى شي چې د اسرائيل د اشدود بندر له طريقه فلسطينيانو ته بشري مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG