د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د حصارک ولسوالۍ په عملیاتو کې له څلویښتو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو ته د افغان ځواکونو له مخامخ او هوايي حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي چې نن هم د دریمې ورځې لپاره په حصارک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

بل لوری د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې د حصارک ولسوالۍ د دوی لاس ته ورغلې او په زیاته اندازه وسلې او مهمات یې نیولي دي.

خو د ننګرهار چارواکي دا ادعا نه مني.

XS
SM
MD
LG